مزارشريف (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د شمال زون د ملګرو ملتونو دفتر )يوناما( وايي چې د تېر کال په پرتله د ښځو په ژوند کې هر اړخيز مثبت بدلون راغلى دى.
په مزارشريف کې د پرانيستې نړيواله ورځ يا Global Open Day د افغان مېرمنو اقتصادي پرمختګ او سولې ته ځانګړې شوې وه.
د همدې لپار په مزارشريف ښار کې د وږي په ۱۷مه د يوناما په دفتر کې غونډه رابلل شوې وه چې د ښځو د چارو په برخه کې دولتي کارکوونکو، مدني فعالانو او د ولايتي شورا ځينو غړو برخه اخيستې وه.
د شمال زون د يوناما وياند لطف الله بارز د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل چې د تېر کال په پرتله د ښځو په ژوند کې هراړخيز مثبت بدلون راغلی دی.
نوموړي زياته کړه چې که څه هم په افغانستان کې د ښځو د حالت د سمونې لپاره لا ډېر کار ته اړتيا ده؛ خو د تېر کال په پرتله تر دې دمه د ښځو هر اړخيز حالت د ډاډ وړ دی.
د هغه په وينا، د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی، امنيتي حالت يې د ډاډ وړ دی، په دولتي ادارو کې يې شتون ښکاري او په اقتصادي برخه کې يې هم پرمختګونه کړي دي.
خو په بلخ ولايت کې د ښځو د چارو په برخه کې مدني فعالې مېرمن نيلوفر سيار وويل چې لا هم په افغاني ټولنه کې د ښځو حالت د اړتيا وړ مثبت بدلون نه دی کړی.
نوموړي زياته کړه، چې له اقتصادي اړخه لا هم ښځه سړي پورې تړلې پاتې شوي، چې د ژوند نيمايي د پلار په ولکه کې وي او پاتې د خاوند لاس ته ګوري.
د هغې په وينا، د ښځې د هر اړخيز حالت د سمونې لپاره د افغان مېرمنو اقتصادي پرمختګ له ټولو لومړۍ چاره ده چې بايد ترسره شي.
خو د بلخ د ښځو چارې رييسې مېرمن شهلا حديد پژواک ته وويل چې د ښځو د همدې ستونزو د حل په موخه له تېرو څو کلونو افغان دولت او نړيواله ټولنه په ګډه سره کار کوي.
نوموړې د دې پخلی وکړ چې ښځې له ستونزو سره مخ دي؛ خو دا يې هم په ډاګه کړه چې د تېرو کلونو په پرتله اوس افغانه مېرمن له ډېرو لاس ته راوړنو سره ژوند کوي.
login or register a new account.