کندهار (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): په کندهار کې د تېل پلورونکو اعتصاب دريمې ورځې ته وغځېد، ټول پټرول پمپونه تړلي او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
تېل پلورونکو د وږي په ١٧مه له هغه وروسته خپل شاوخوا ١٣٧ پټرول پمپونه د احتجاج په توګه وتړل چې د کندهار مستوفيت رياست د ماليې نه ورکولو له امله د ښار شپږ پټرول پمپونه وتړل.
د کندهار د مستوفيت چارواکي وايي، تېل پلورونکو له تېرو اوو کلونو راهيسې دولت ته ماليه نه ده ورکړې، خو تېل پلورونکي وايي چې مستوفيت ورڅخه لوړه ماليه اخلي او دوى يې نه شي ورکولاى.
که څه هم ستونزه د تېل پلورونکو او مستوفيت ادارې تر منځ ده، خو زيان يې عام خلک ګالي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، د تېل پلورونکو د کاربنديز له امله نه يوازې د تېلو بيې لوړې شوې، بلکې د موټرو کرايې هم پورته تللې دي.
د کندهار د څلورمې ناحيې يوه اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وويل، له هغې ورځې چې تېل پلورونکو پټرول پمپونه تړلي دي، خلک په ډېرو ستونزو تېل ترلاسه کوي.
هغه زياته کړه، د تېل پلورونکو کاربنديز يو شمېر فرصت طلبو دوکاندارانو ته موقع برابره کړې چې په خپلو دوکانونو کې په پټه په لوړه بيه تېل وپلوري.
دى وايي: ((اول خو تېل په اسانه نه پيدا کېږي، خو که پيدا هم شي نو يو لېتر يې په ٨٠ او ٨٥ افغانيو پلوري، په داسې حال کې چې اصلي بيه يې ٤١ افغانۍ ده.))
د ده په خبره، له همدې امله خلک کوښښ کوي چې له اړتيا پرته په ښار کې موټر ونه چلوي، ځکه په دومره لوړه بيه څوک د تېلو اخيستو توان نه لري.
هغه له تېل پلورونکو وغوښتل چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي او له دولت سره دې خپله ستونزه حل کړي.
د کندهار ښار د چوڼۍ سيمې يو بل اوسېدونکى اسدالله وايي چې د تېل پلورونکو د کاربنديز له امله يوازې موټرچلوونکي نه، بلکې عام خلک هم له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، په کندهار کې برېښنا نشته؛ ډېر خلک په خپلو کورونو، دوکانونو او کارځايونو کې د اوبو او نورو اړتياوو د پوره کولو لپاره له جنراټورونو کار اخلي، خو تېل ورباندې قحط شوي دي.
login or register a new account.