کندهار (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): په کندهار کې د تېل پلورونکو اعتصاب دريمې ورځې ته وغځېد، ټول پټرول پمپونه تړلي او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
تېل پلورونکو د وږي په ١٧مه له هغه وروسته خپل شاوخوا ١٣٧ پټرول پمپونه د احتجاج په توګه وتړل چې د کندهار مستوفيت رياست د ماليې نه ورکولو له امله د ښار شپږ پټرول پمپونه وتړل.
د کندهار د مستوفيت چارواکي وايي، تېل پلورونکو له تېرو اوو کلونو راهيسې دولت ته ماليه نه ده ورکړې، خو تېل پلورونکي وايي چې مستوفيت ورڅخه لوړه ماليه اخلي او دوى يې نه شي ورکولاى.
که څه هم ستونزه د تېل پلورونکو او مستوفيت ادارې تر منځ ده، خو زيان يې عام خلک ګالي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، د تېل پلورونکو د کاربنديز له امله نه يوازې د تېلو بيې لوړې شوې، بلکې د موټرو کرايې هم پورته تللې دي.
د کندهار د څلورمې ناحيې يوه اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وويل، له هغې ورځې چې تېل پلورونکو پټرول پمپونه تړلي دي، خلک په ډېرو ستونزو تېل ترلاسه کوي.
هغه زياته کړه، د تېل پلورونکو کاربنديز يو شمېر فرصت طلبو دوکاندارانو ته موقع برابره کړې چې په خپلو دوکانونو کې په پټه په لوړه بيه تېل وپلوري.
دى وايي: ((اول خو تېل په اسانه نه پيدا کېږي، خو که پيدا هم شي نو يو لېتر يې په ٨٠ او ٨٥ افغانيو پلوري، په داسې حال کې چې اصلي بيه يې ٤١ افغانۍ ده.))
د ده په خبره، له همدې امله خلک کوښښ کوي چې له اړتيا پرته په ښار کې موټر ونه چلوي، ځکه په دومره لوړه بيه څوک د تېلو اخيستو توان نه لري.
هغه له تېل پلورونکو وغوښتل چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي او له دولت سره دې خپله ستونزه حل کړي.
د کندهار ښار د چوڼۍ سيمې يو بل اوسېدونکى اسدالله وايي چې د تېل پلورونکو د کاربنديز له امله يوازې موټرچلوونکي نه، بلکې عام خلک هم له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، په کندهار کې برېښنا نشته؛ ډېر خلک په خپلو کورونو، دوکانونو او کارځايونو کې د اوبو او نورو اړتياوو د پوره کولو لپاره له جنراټورونو کار اخلي، خو تېل ورباندې قحط شوي دي.
دى هم وايي چې لومړى خو تېل نه پيدا کېږي، که پيدا هم شي نو دوکاندران يې په ډېره لوړه بيه پلوري.
نوموړي هم له تېل پلورونکو وغوښتل چې له زورمندۍ دې کار نه اخلي، دولت ته دې ماليه ورکړي او پټرول پمپونه دې د خلکو پر مخ خلاص کړي.
د کندهار ښار ګڼو نورو اوسېدونکو هم پژواک ته ورته شکايتونه وکړه او ويې ويل چې د تېل پلورونکو د کاربنديز له امله موټرچلوونکي له خلکو لوړه کرايه اخلي.
٤٦ کلن نور احمد په سپين بولدک ولسوالۍ کې کار کوي، هغه اړ دى هره ورځ سهار له کندهار ښاره تر سپين بولدک پورې او ماښام له هغه ځايه کندهار ښار ته ځان ورسوي.
خو دى وايي، چې موټر چلوونکي ورڅخه دوه برابره کرايه غواړي، ځکه خو دا څو ورځې خپل کار ته نه دى تللى.
هغه دغه راز زياته کړه چې پخوا به په ښار کې له يوه تر بله ځايه ټکسي چلوونکو له يوې سورلۍ ٢٠ افغانۍ کرايه غوښته خو اوس ٤٠ افغانۍ غواړي.
د کندهار د تېل پلوروکو د اتحاديې مرستيال حاجي مسعود وايي، د هغوى احتجاج به تر هغه وخته پورې روان وي چې حکومت يې غوښتنې نه وي منلي.
دى وايي، د تېل پلورونکو غوښتنه دا ده چې هغوى ته دې ثابته ماليه واخيستل شي او د اظهارنامې له مخې دې ورڅخه ماليه نه اخيستل کېږي.
د اظهارنامې له مخې د يوه پټرول پمپ د يوه کال د تېلو پلور او لګښتونو ته حساب کېږي او بيا ورته ماليه ټاکل کېږي.
هغه زياتوي، مستوفيت له لومړۍ درجې پټرول پمپونو څخه له کاله ٢٤٠ زره افغانۍ، له دويمې درجې څخه ١٣٠ زره افغانۍ او له درېيمې هغې څخه ٣٠ زره افغانۍ ماليه غواړي، که په دې توګه د اوو کلونو ماليې ته حساب وشي، دا ډېرې زياتې پيسې کېږي او تېل پلورونکي يې ورکولو ته تيار نه دي.
د کندهار ولايت مستوفي عظيم خان احمدزى د تېل پلورونکو غوښتنې د قانون خلاف ګڼي او وايي چې په ټول هېواد کې له تېل پلورونکو څخه د ماليې د ټاکل شوي قانون له مخې ماليه اخيستل کېږي، چې په کندهار کې هم هغوى ورته قانون پلى کوي.
هغه زياتوي، د کندهار تېل پلورونکي زورواکي کوي او له تېروو اوو کلونو راهيسې يې دولت ته ماليه نه ده ورکړې، په داسې حال کې چې هغوى په وار وار د رسنيو له لارې هغوى ته د ماليې د ورکړې خبر ورکړى دى.
نوموړي له تېل پلورونکو وغوښتل چې خپلې ماليې تحويل او حسابونه تصفيه کړي او د پټرول پمپونو په بندولو سره دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چې تېل پلورونکي لا هم خپل احتجاج ته دوام ورکوي او تر اوسه دغه ستونزه هواره شوې نه ده.
هغه زياته کړه، په کندهار کې د تېل پلورنې پر مارکېټ يوه مافيا حاکمه ده او همدا کړۍ غواړي د خپلو شخصي ګټو په خاطر نه يوازې خلکو، بلکې دولت ته هم ستونزې جوړې کړي.
خو ده وويل، ولايتي اداره هڅه کوي دغه ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.
نوموړي د تېلو د بيې د لوړېدو په اړه وويل چې د انحصاراتو رياست هڅه کوي د تېلو بيې کنټرول کړي او هيچا ته اجازه ور نه کړي چې تېل په لوړه بيه وپلوري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









