Language

اعتراض کوونکو سوداګرو د کابل- ګردېز لاره خلاصه کړه

ګردېز (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): سوداګرو تر دوو ورځو اعتراض وروسته بېرته د کابل- ګردېز لويه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه کړه.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د پکتيا لسګونو سوداګرو، د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو د کابل- ګردېز لويه لار د تېرې کنډو په سيمه کې تړلې وه.

يادو اعتراض کوونکو په پکتيا ولايت کې له پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا)  د بېرته فعالېدو او ځينې نورې غوښتنې کولې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا له پانګونې د ملاتړ ادارې مشر نصيرعالم يار د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اعتراض کوونکو پرون مازديګر ناوخته د کابل- ګردېز لويه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه کړه.

هغه زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه تېره ورځ له کابله يو لوړ پوړى پلاوى پکتيا ته راغلى دى.

هغه وويل: ((پرون مازديګر له کابله يو لوړپوړی پلاوی چې وکيلان، مخور او دولتي چارواکي په کې شامل دي، د دې ستونزې د حل لپاره د تېرې کنډو سيمې ته ورغلی و او له سوداګرو سره يې ژمنه کړې چې په اړوند برخه کې به يې ټولې ستونزې هوارې کړي.))

د عالم يار په وينا، د يوې اونۍ په اوږدو کې به جوته شي چې دغه پلاوى د يادې ستونزې د حل په برخه کې څه کولاى شي.

هغه وويل: ((که دغه مشکلات هوار نه شول، سوداګر به بيا خپلو اعتراضي حرکتونو ته ادامه ورکړي او خپل حقوق به وغواړي.))

دوى وايي چې د مرکزي دولت يو شمېر ادارې له پکتيا سره تعصب کوي او په هېڅ برخه کې ورسره همکاري نه کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس سردارمحمد ملنګ زوی پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ له مرکزي ادارې غوښتنه کوو چې د ايسا د زون مرکز بېرته دغه ولايت ته ورکړي او کومې ستونزې چې سوداګر په اړوند برخه کې لري، حل کړي.))

په پکتيا کې د ايسا ادارې يوه کار کوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې په کابل کې ٧ وزيرانو پرېکړه کړې وه چې د ايسا دفتر بايد خوست ولايت ته انتقال شي.

هغه زياته کړه: ((موږ له حکومتي چاوراکو په پکتيا  کې د ايسا ادارې د ودانې د جوړونې لپاره دوه جريبه ځمکه غوښتې وه او د جوړونې لپاره مو ١،٥ ميليونه ډالره درلودل خو دغه ځمکه سره له جوړونې په خوست کې موږ ته په ١،٣ ميليونه ډالره تمامه شوه نو ځکه دفتر خوست ولايت ته انتقال شو.))

login or register a new account.