کابل(پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د افغانستان د مدني ټولنو شبکې په هېواد کې د وزګارتيا زياتېدل يوه جدي ننګونه وبلله او حکومت ته يې خبر دارى ورکړ چې که وزګارو ځوانانو ته کار پيدا نه شي، په ټولو ولايتونو کې به مدني حرکتونه پيل نه کړي.
ياد شوې شبکې دا اندېښنې نن تر (( د وزګارتيا ناورين، د حکومت بې پروايي او د ځوانانو غبرګون)) تر نامه لاندې غونډې ته چې په کابل کې جوړه شوې وه، څرګندې کړې.
د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ شبکې مشر عنايت ناصر، په دې ناسته کې وويل:((هر کال شاوخوا څلور زره ځوانان د کاري ځواک په توګه بازار ته وړاندې کېږي، خو بازار يواځې د څو زره محدوده کسانو د جذب وړتيا لري او بس.))
ده وويل، له وزګارتيا سره مبارزه د کړنلارو په اډانه کې يوه منظم سيستماټيک فعاليت ته اړتيا لري او حکومت بايد د بازار له تقاضا سره د کار موندنې ملي کړنلاره تدوين کړي او د نوو کاري فرصتونو لپاره په ځانګړي ډول په لرې پرتو او محرومو سيمو کې د تلپاتې کارونو لپاره زمينه مساعده کړي.
ددې بنسټ غړي رضا باور وويل، وزګارتيا بېوزلي، نالوستي او بالاخره وژنې منځته راوړي. هغه زياته کړه:((د افغانستان په حکومت پر ضوابطو روابط حاکم دي.))
پر دې سربېره، دې مدني فعال له حکومت نه وغوښتل چې زېربناوو جوړولو، مالياتي تخفيف او کوچنيو پورونو د وړاندې کولو له لارې د کوچنيو او منځنيو کسبونو ملاتړ وکړي.
د غزني د ولايتي شورا غړې فاطمې رحيمي په دې ناسته کې وويل:((اوسمهال په هېواد کې ٨ ميليونه ځوان قشر وزګار او بې برخليکه ګرځي، دا په حقيقت کې يو ناورين دى، هغه ځوانان چې اوس د کار وړتيا لري، خو دنده ورته نه پيدا کېږي، اړ دي چې يا له هېواده ووځي او يا روږدي شي.))
هغه وويل:((له حکومت څخه مو تمه داده چې ځوانانو ته کاري زمينه مساعده کړي، څو متفکر ځواک له ټولنې ونه وځي.))
د ځوانانو د همغږۍ او توانمندۍ شبکه چې له ٦٠ مدني بنسټونوجوړه شوې، په هېواد کې د وزګارتيا په اړه د ځوانانو د اندېښنو او غبرګون او مشخصو وړانديزونو کول دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP