Language

په کندهار کې ښځو ته د رهبرۍ او مشرتوب روزنه ورکول کېږي

کندهار(پژواک،٢٣وږى٩٤): په کندهار کې ښځو ته د رهبرۍ او مشرتوب روزنه ورکول کېږي، ترڅو  له مخې يې په دولتي ادارو او مدني ټولنو کې ونډه زياته شي.

دا پروګرام د پروموټ په نوم د هغې پروژې برخه ده چې د هېواد په کچه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پيل شوى او ٧٥ زره مېرمنې به يې تر پوښښ لاندې راشي.

په دې اړه په کندهار پوهنتون کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ګڼ شمېر ښځو تر څنګ نورو چارواکو هم ګډون کړى و.

په کندهار کې د دغه پروګرام پلې کوونکې ښځينه فعالې رنګينې حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده د دې ولايت هغو ښځو ته چې عمرونه يې له ١٨ تر ٣٠ کلونو او زده کړې يې د لېسې او پوهنتون په کچه وي، د رهبرۍ او مشرتوب روزنه ورکړل شي.

هغې زياته کړه، دغه پروګرام د  Promote- Women’s Leadership Development په نوم د پروموټ پروژې يوه برخه ده چې په کابل، مزار، هرات او ننګرهار کې مخکې پيل شوى وو او په کندهار کې نن پيل شو.

د دې په خبره، پروموټ پروژه چې د هېواد په کچه ٧٥ زره تنې مېرمنې تر پوښښ لاندې نيسي، د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics