کندهار(پژواک،٢٣وږى٩٤): په کندهار کې ښځو ته د رهبرۍ او مشرتوب روزنه ورکول کېږي، ترڅو له مخې يې په دولتي ادارو او مدني ټولنو کې ونډه زياته شي.
دا پروګرام د پروموټ په نوم د هغې پروژې برخه ده چې د هېواد په کچه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پيل شوى او ٧٥ زره مېرمنې به يې تر پوښښ لاندې راشي.
په دې اړه په کندهار پوهنتون کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ګڼ شمېر ښځو تر څنګ نورو چارواکو هم ګډون کړى و.
په کندهار کې د دغه پروګرام پلې کوونکې ښځينه فعالې رنګينې حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده د دې ولايت هغو ښځو ته چې عمرونه يې له ١٨ تر ٣٠ کلونو او زده کړې يې د لېسې او پوهنتون په کچه وي، د رهبرۍ او مشرتوب روزنه ورکړل شي.
هغې زياته کړه، دغه پروګرام د Promote- Women’s Leadership Development په نوم د پروموټ پروژې يوه برخه ده چې په کابل، مزار، هرات او ننګرهار کې مخکې پيل شوى وو او په کندهار کې نن پيل شو.
د دې په خبره، پروموټ پروژه چې د هېواد په کچه ٧٥ زره تنې مېرمنې تر پوښښ لاندې نيسي، د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا تمويلېږي او څلور برخې لري.
د دې پروګرام لومړۍ برخه د ښځو د مشرۍ پراختيا، دويمه برخه يې په دولت کې د ښځو د ونډې زياتول، درېيمه برخه يې په مدني ټولنه کې د ښځو د فعاليتونو پراخول او څلورمه د هغوى اقتصادي وده ده، څو ښځې ځانونو ته کار ومومي او يا تجارت وکړي.
هغې زياته کړه د اوس لپاره د دغې پروژې لومړۍ برخه (د ښځو د مشرۍ پراختيا) پروګرام په کندهار کې پيل شو، چې له مخې به يې ښځو ته د مشرۍ او رهبرۍ په اړه په يوه درې مياشتنې روزنيز کورس کې زده کړې ورکړل شي.
حميدي دا د افغان ښځو لپاره يوه ارزښتناکه پروژه وګڼله او ويې ويل دا د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په تاريخ کې تر ټولو لويه مرسته ده، چې په افغانستان کې له ښځو سره تر سره کېږي.
د هغې په وينا د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د هېواد په کچه ٧٥ زره مېرمنې دا وړتيا تر لاسه کړي چې په رهبرۍ، حکومتولۍ او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
دې وويل، پر دغه پروژه چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره به روانه وي، د ټول هېواد په کچه ١٨ ميليونه ډالر لګښت راځي.
د کندهار ښځې دا پروګرام ګټور بولي، خو په سمه او دقيقه توګه يې د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د سلما په نوم يوې ښځې پژواک ته وويل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې په بېلابېلو نومونو د ښځو د ژوند د بدلولو لپاره مرستې شوي، خو مثبته پايله يې نه لرله.
هغې زياته کړه، له تېر سره د دغې پروژې توپير په دې کې دى چې افغانستان شموله او اوږدمهاله ده او د مېرمنو بنسټيزو ستونزو ته په کې پاملرنه شوې ده.
د دې په خبره، که د دغه پروګرام له مخې به د ښځو وړتياوې لوړې شي په دولتي ادارو او اقتصادي برخو کې به ورته د فعاليت زمينه برابره شياو په ژوند کې به يي مثبت بدولون راشي.
د نعيمې په نوم يوې بلې ښځې پژواک ته وويل، سره له دې چې په کندهار کې په دې وروستيو کې د لوستو ښځو شمېر ډېر شوى، خو په دولتي ادارو کې يې ونډه په نشت حساب ده، چې لامل يې د مشرتوب وړتيا نه درلودل او نورې ستونزې دي.
هغې وويل: د يوې سروې له مخې د کندهار په ټولو دولتي ادارو کې ۲۳۰ ښځې په ملکي او ۲۶ يې په نظامي برخه کې کار کوي.
نوموړې په دې باور ده چې که په راتلونکو پنځو کلونو کې د پروموټ پروژې په چوکاټ کې د ښځو د وړتياوو پر لوړولو بنسټيز کار وشي او په دولتي ادارو او تجارتي برخو کې د هغوى فعاليتونه او ونډه پراخه شي، نو د هېواد په کچه به تر ډېره د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










