غزنيښار (پژواک) – د غزني ښار په نواباد سیمه کې د نجونو د نقاشۍ او رسامۍ د هنري اثارو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی او بېلابېل هنري اثار نندارې ته پکې وړاندې شوي دي.
د دغه نندارتون مسوولې نازنین نوروزي پژواک ته وویل، دغه نندارتون د لومړي ځل لپاره د سیمې د یو شمېر بااستعداده نجونو په شخصي لګښت جوړ شوی او هیڅ دولتي ادارې یا مرستندوی بنسټ یې ملاتړ نه دی کړی.
هغې زیاته کړه، د نندارتون موخه د مطالعې دودول، د نجونو د هنري وړتیاوو څرګندول او د هغوی په لاس جوړ شوي اثار خلکو ته ورپېژندل دي.
د نوموړې په خبره، په نجونو کې ډېر هنري استعدادونه شته، خو د امکاناتو او مالي ملاتړ نشتوالی د دغو استعدادونو د ودې پر وړاندې خنډ دی.
نوروزي له حکومت، سوداګرو، خیرغوښتونکو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د نجونو د هنري فعالیتونو ملاتړ وکړي، څو په غزني کې تر دې هم لوی نندارتون جوړ کړي.
د دغه نندارتون ګډونواله زهرا عليزاده وايي، دوه هنري اثار یې نندارې ته وړاندې کړي او نقاشي د خپلو احساساتو د څرګندولو یوه وسیله بولي.
نوموړې چې د پخوانیو ستونزو له امله ایران ته کډواله شوې وه او بېرته هېواد ته راستنه شوې، وايي، د زدهکړو د فرصتونو د نشتوالي له امله یې پرېکړه کړې چې د نقاشۍ هنر ته دوام ورکړي.
د نندارتون بله ګډونواله نرګس هم د دا ډول پروګرامونو جوړول د نجونو د هڅونې او د هغوی د استعدادونو د ودې لپاره ګټور بولي.
هغې وویل، په افغانستان کې د هنري اثارو ارزښت ته کمه پاملرنه کېږي؛ ان کله ناکله یې خپل نقاشي شوي اثار د نه پلورل کېدو او نه ارزښتمن ګڼل کېدو له امله سوځولي دي.
بلخوا، د نندارتون لیدونکې فاطمه واحدي د نجونو د هنري وړتیاوو له لیدلو خوښي څرګندوي او وايي، د نندارتون اثار د ستاینې وړ دي.
هغې د نجونو د ملاتړ ترڅنګ غوښتنه وکړه چې هغوی ته دې د زدهکړو زمینه برابره شي، څو وکولای شي خپل استعدادونه لا وغوړوي.
د یادونې ده، په غزني کې یو شمېر نجونو د خپل وخت په ګټوره توګه د تېرولو او د ناهیلۍ د مخنیوي لپاره لاسي صنایعو، نقاشۍ، خیاطۍ او نورو هنري او حرفوي فعالیتونو ته مخه کړې ده.










