ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورش ملي ټيم د مډالونو په ګټلو سره هېواد ته راستنيږي

د کورش ملي ټيم د مډالونو په ګټلو سره هېواد ته راستنيږي

author avatar
16 Sep 2015 - 16:45
د کورش ملي ټيم د مډالونو په ګټلو سره هېواد ته راستنيږي
author avatar
16 Sep 2015 - 16:45

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د کورش ملي ټيم، د سرو زرو د درېيو مډالونو او  نقرې د يوه مډال په ګټلو سره د اسيا اتلولۍ له سياليو څخه هېواد ته راستنيږي.

 دغه سيالۍ د سپټمبر له ١٣ نېټې څخه تر ١٦ پورې د نورو يو شمېر اسيايي هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د چين هېواد په ټايپي ښار کې تر سره شوې وې.

 د اولمپيک د ملي کمېټې د خپرونو مسوول عارف پيمان نن (د وږي ٢٥ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې جعفر رحيمي د ٥٥ کيلوګرام په وزن، محمدفيصل د ٦٠ کيلوګرام په وزن او شعيب يوسفي د ٦٦ کيلوګرامه په وزن کې توانېدلي چې له دغو سياليو څخه د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړي.

 هغه وويل، چې بل افغان لوبغاړي جيحون رحيمي په دغو سياليو کې د نقرې مډال ترلاسه کړى دى.

 د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د اسيا د اتلولۍ په کورش سياليو کې له افغان لوري ٤ لوبغاړو، يوه ريفري، يوه کوچ او يوه پلاوي ګډون کړى و.

 دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په ٢٠١١ زېږديز کال کې هم په يادو سياليو کې ګډون درلود چې په يادو سياليو کې د نقرې دوه مډالونه ګټلي و.

 ټاکل شوې چې د هېواد د کورش ملي ټيم راتلونکې جمعه ورځ هېواد ته راستنه شي.

 کورش د هېواد په شمال کې له ملي او عنعنوي لوبو څخه ګڼل کېږي. دغه لوبه د خلکو په ځانګړي ډول د کليوالو په منځ کې له ځانګړي ګرانښت برخمنه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.