Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان ١٨٠٠ کورونه له  برېښنا څخه برخمن شول

مهترلام ( پژواک، ٢٨ وږى ٩٤ ) : د لغمان ولايت په مرکز  او قرغيو ولسوالۍ کې ١٨٠٠ کورونه د برېښنا له نعمت څخه برخمن شول.

په يادو سيمو کې د برېښنا شبکه د وږي په ٢٨مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه، چې په کې والي عبدالجبار نعيمي ، د ولايتي شورا رييس ، غړو،  نورو ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

په لغمان ولايت کې د  برېښنا شرکت امر انجنير اکرام الله عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو ١٨٠٠ کورونو ته د برېښنا د شبکې پراختيا د ولايت مقام د سل ورځني پلان د تطبيق په اساس پراختيا مومي.

هغه زياته کړه، چې د برېښنا شبکې  څلور ټرانسفارمرونه يې د مرکز اړوند ډپى،ګلکاري،ماشه خېل او دهزيارت په کليو کې د برېښنا شرکت په مالي تمويل سره نصب کړي چې (٦٠٠) کورونو ته به برېښنا ورکوي .

دنوموړي په وينا، دغه راز  د برېښنا شبکې څلور نور ترانسفارمرونه يې د قرغيو ولسوالۍ د قلع ګداد،قلع سرفرازخان، قلع قاضي او کوز سرخکانو په کليو کې نصب کړي دي چې ١٢٠٠ کورونو ته به برېښنا ورکوي چې بوديجه يې د ملي پيوستون د پروګرام له خوا ورکړل شوې ده.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي يادو کورونو ته د برېښنا د شبکې پراختيا ددغه ولايت په پرمختګ او روښنايۍ کې يو غوره ګام ياد کړ .

نوموړي برېښنا د معاصر ژوند يو اساسي رکن او د ژوندانه په ټولو عرصو کې يې د پرمختګ يو اساسي فکتور په ګوته کړ او زياته يې کړه، چې د برېښنا په دغه شبکه باندې (١٨) ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

نعيمي خلکو ته  زېرى ورکړ چې ډېر ژر به (٤٠٠٠) نورو کورونو ته د برېښنا ورکولو لړۍ پيل شي او د برېښنا امريت به رياست ته ارتقا وکړي.

د لغمان والي د دې يادونه هم وکړه چې  دخلکو ستونزو ته د رسيدګۍ په خاطر يې هر رياست ته ځانګړې دندې سپارلې دي که چيرې ورته په اساسي توګه رسيدګي ونه کړي مسوولين به له قانوني چلند سره مخ شي.

د قرغيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي خوشحال پژواک ته وويل چې دوی له خپل دولت څخه خوښ دي ، چې ددوى د برېښنا ستونزه يې هواره کړه.

هغه زياته کړه، چې برېښنا د ژوند مهمه اړتيا ده او ددوى سيمې ته  له برېښنا ورکولو سره به په ډېرو برخو کې پرمختګونه وشي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.