مهترلام ( پژواک، ٢٨ وږى ٩٤ ) : د لغمان ولايت په مرکز او قرغيو ولسوالۍ کې ١٨٠٠ کورونه د برېښنا له نعمت څخه برخمن شول.
په يادو سيمو کې د برېښنا شبکه د وږي په ٢٨مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه، چې په کې والي عبدالجبار نعيمي ، د ولايتي شورا رييس ، غړو، نورو ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
په لغمان ولايت کې د برېښنا شرکت امر انجنير اکرام الله عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو ١٨٠٠ کورونو ته د برېښنا د شبکې پراختيا د ولايت مقام د سل ورځني پلان د تطبيق په اساس پراختيا مومي.
هغه زياته کړه، چې د برېښنا شبکې څلور ټرانسفارمرونه يې د مرکز اړوند ډپى،ګلکاري،ماشه خېل او دهزيارت په کليو کې د برېښنا شرکت په مالي تمويل سره نصب کړي چې (٦٠٠) کورونو ته به برېښنا ورکوي .
دنوموړي په وينا، دغه راز د برېښنا شبکې څلور نور ترانسفارمرونه يې د قرغيو ولسوالۍ د قلع ګداد،قلع سرفرازخان، قلع قاضي او کوز سرخکانو په کليو کې نصب کړي دي چې ١٢٠٠ کورونو ته به برېښنا ورکوي چې بوديجه يې د ملي پيوستون د پروګرام له خوا ورکړل شوې ده.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي يادو کورونو ته د برېښنا د شبکې پراختيا ددغه ولايت په پرمختګ او روښنايۍ کې يو غوره ګام ياد کړ .
نوموړي برېښنا د معاصر ژوند يو اساسي رکن او د ژوندانه په ټولو عرصو کې يې د پرمختګ يو اساسي فکتور په ګوته کړ او زياته يې کړه، چې د برېښنا په دغه شبکه باندې (١٨) ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
نعيمي خلکو ته زېرى ورکړ چې ډېر ژر به (٤٠٠٠) نورو کورونو ته د برېښنا ورکولو لړۍ پيل شي او د برېښنا امريت به رياست ته ارتقا وکړي.
د لغمان والي د دې يادونه هم وکړه چې دخلکو ستونزو ته د رسيدګۍ په خاطر يې هر رياست ته ځانګړې دندې سپارلې دي که چيرې ورته په اساسي توګه رسيدګي ونه کړي مسوولين به له قانوني چلند سره مخ شي.
د قرغيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي خوشحال پژواک ته وويل چې دوی له خپل دولت څخه خوښ دي ، چې ددوى د برېښنا ستونزه يې هواره کړه.
هغه زياته کړه، چې برېښنا د ژوند مهمه اړتيا ده او ددوى سيمې ته له برېښنا ورکولو سره به په ډېرو برخو کې پرمختګونه وشي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









