Language

زابل کې اته سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي

کلات (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): په زابل ولايت کې د يوې پوستې اته سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.

د زابل يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ د باغ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې د يادې سيمې د پوستې اته سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.

سرچينه وايي، ګومان کېږى چې په پېښه کې  د کوم ارتباطي کس لاس و او  د څېړنې لپاره له کلات څخه پلاوى ورغلى دى.

د ارغنداب ولسوال مهمند نصرتيار پېښه مني خو وايي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به جزئيات او د تلفاتو ارقام رسنيو ته ورکړي.

د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند فواد عسکري هم وايي هلته يو شمېر سرتېري وژل شوي خو پلاوى تللى چى د پېښې لامل او د تلفاتو شمېر معلوم کړي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، په بريد کې يې ١٧ پوليس وژلي او درى يې ژوندي نيولي دي.

 

login or register a new account.