کلات (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): په زابل ولايت کې د يوې پوستې اته سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
د زابل يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ د باغ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې د يادې سيمې د پوستې اته سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
سرچينه وايي، ګومان کېږى چې په پېښه کې د کوم ارتباطي کس لاس و او د څېړنې لپاره له کلات څخه پلاوى ورغلى دى.
د ارغنداب ولسوال مهمند نصرتيار پېښه مني خو وايي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به جزئيات او د تلفاتو ارقام رسنيو ته ورکړي.
د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند فواد عسکري هم وايي هلته يو شمېر سرتېري وژل شوي خو پلاوى تللى چى د پېښې لامل او د تلفاتو شمېر معلوم کړي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، په بريد کې يې ١٧ پوليس وژلي او درى يې ژوندي نيولي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










