Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د لوى اختر ورځو کې د خوښۍ ډزو مخنيوى کېږي

کندوز (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د کندوز امنيتي ځواکونه په لوى اختر کې د خوښيو د ډزو مخنيوي کوي، دا په داسې حال کې ده چې په همدې ولايت کې د تېر کوچني اختر په ورځو کې د پلاستيکي تومانچو د ډزو له امله اووه کسان مړه او ٢٨٠ نور ژوبل شوي وو.

ځايي چارواکي وايي چې د لوى اختر په ورځو کې د امنيت او خوښۍ ډزو د مخنيوي لپاره يې نږدې ١٠٠٠ امنيتي ځواکونه ګومارلي دي.

د کندوز والي محمدعمر صافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سرتېرو کې پوليس، عامه نظم او ملي اردو شامل دي چې يواځې د اختر په ورځو کې د بې نظميو د مخنيوي لپاره ګومارل شوي دي.

هغه زياته کړه چې ګڼ خلک له خپلو کورونو د خوښۍ ډزې کوي او سيمه ييزه اداره له دې ځواک نه د کار اخيستو سره په پام کې لري چې هر هغه کس ونيسي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري چې په دې ورځو کې د خلکو د ځورونې او عامه ذهنونو د خرابۍ سبب ګرځي.

د کندوز والي زياته کړه: ((د استنياف له څارنوال صاحب نه په صميمانه ډول غواړم چې په دې برخه کې يو ځانګړى حکم صادر کړي او امنيتي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د اختر ورځو کې د هر ډول سرغړونو د مشاهدې په صورت کې کورونو ته ننوځي او سرغړوونکي ونيسي.))

صافي وويل، د تېر کوچني اختر په ورځو کې د خوښۍ د ډزو او نورو ګډوډيو له امله بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او دا وضعيت د خلکو په منځ کې د سختو اندېښنو سبب شو.

دا په داسې حال کې ده چې د کوچني اختر په دريو ورځو کې په کندوز کې درى کسان د هوايي ډزو له امله ووژل شول.

درى کسان د خان اباد ولسوالۍ پر يوه استوګنځي د هاوان د هغې مرمۍ د را غورځېدو په سبب ووژل شول چې د غير قانوني وسله والو له خوا د خوښۍ په دود توغول شوې وه او درى نور په همدې پېښه کې ژوبل شول.

پاتې نورې ډزې د وسله والو او خلکو له خوا د کندوز ښار له کورونو شوې وې چې څلور کسه يې ووژل او څه باندې ٢٨٠ نور په کې ژوبل شول. په دې پېښو کې د پلاستيکي تومانچو او پټاقيو نه کار اخيستل شوى و.

د دې ډول کړنو د مخنيوي په موخه څه باندې ١٥٠٠ پلاستيکي تومانچې، ټوپک او ګڼ شمېر پټاقۍ د کندوز ښار له هټيو را ټولې شوې او په ابدان دښته کې سوځول شوې دي.

د کندوز والي وويل، امنيتي ځواکونو ته يې امر کړى چې ټولې پلاستيکي تومانچې او پټاقۍ له هټيو راټولې کړي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، دا وسايل په وروستيو کې د سوداګرو له خوا له پاکستانه راوړل شوي او د لوى اختر لپاره د کندوز ښار د امنيت خوندي کولو لپاره د ټاکل شوي کمېسيون له خوا راټول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.