کندوز (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د کندوز امنيتي ځواکونه په لوى اختر کې د خوښيو د ډزو مخنيوي کوي، دا په داسې حال کې ده چې په همدې ولايت کې د تېر کوچني اختر په ورځو کې د پلاستيکي تومانچو د ډزو له امله اووه کسان مړه او ٢٨٠ نور ژوبل شوي وو.
ځايي چارواکي وايي چې د لوى اختر په ورځو کې د امنيت او خوښۍ ډزو د مخنيوي لپاره يې نږدې ١٠٠٠ امنيتي ځواکونه ګومارلي دي.
د کندوز والي محمدعمر صافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سرتېرو کې پوليس، عامه نظم او ملي اردو شامل دي چې يواځې د اختر په ورځو کې د بې نظميو د مخنيوي لپاره ګومارل شوي دي.
هغه زياته کړه چې ګڼ خلک له خپلو کورونو د خوښۍ ډزې کوي او سيمه ييزه اداره له دې ځواک نه د کار اخيستو سره په پام کې لري چې هر هغه کس ونيسي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري چې په دې ورځو کې د خلکو د ځورونې او عامه ذهنونو د خرابۍ سبب ګرځي.
د کندوز والي زياته کړه: ((د استنياف له څارنوال صاحب نه په صميمانه ډول غواړم چې په دې برخه کې يو ځانګړى حکم صادر کړي او امنيتي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د اختر ورځو کې د هر ډول سرغړونو د مشاهدې په صورت کې کورونو ته ننوځي او سرغړوونکي ونيسي.))
صافي وويل، د تېر کوچني اختر په ورځو کې د خوښۍ د ډزو او نورو ګډوډيو له امله بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او دا وضعيت د خلکو په منځ کې د سختو اندېښنو سبب شو.
دا په داسې حال کې ده چې د کوچني اختر په دريو ورځو کې په کندوز کې درى کسان د هوايي ډزو له امله ووژل شول.
درى کسان د خان اباد ولسوالۍ پر يوه استوګنځي د هاوان د هغې مرمۍ د را غورځېدو په سبب ووژل شول چې د غير قانوني وسله والو له خوا د خوښۍ په دود توغول شوې وه او درى نور په همدې پېښه کې ژوبل شول.
پاتې نورې ډزې د وسله والو او خلکو له خوا د کندوز ښار له کورونو شوې وې چې څلور کسه يې ووژل او څه باندې ٢٨٠ نور په کې ژوبل شول. په دې پېښو کې د پلاستيکي تومانچو او پټاقيو نه کار اخيستل شوى و.
د دې ډول کړنو د مخنيوي په موخه څه باندې ١٥٠٠ پلاستيکي تومانچې، ټوپک او ګڼ شمېر پټاقۍ د کندوز ښار له هټيو را ټولې شوې او په ابدان دښته کې سوځول شوې دي.
د کندوز والي وويل، امنيتي ځواکونو ته يې امر کړى چې ټولې پلاستيکي تومانچې او پټاقۍ له هټيو راټولې کړي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، دا وسايل په وروستيو کې د سوداګرو له خوا له پاکستانه راوړل شوي او د لوى اختر لپاره د کندوز ښار د امنيت خوندي کولو لپاره د ټاکل شوي کمېسيون له خوا راټول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ماشومانو له خوا په پلاستيکي وسلې سره لوبې کولې له وسلې سره د ماشومانو د عادت سبب ګرځي او ناوړه پايلې به ولري.
کندوز ښاريان د امنيتي ځواکونو له دې اقدام هر کوي او وايي چې سوداګر دې داسې شيان نه واردوي چې د خلکو د اندېښنې سبب شي.
د ښار يوه اوسېدونکي عصمت الله وويل: ((د کندوز خلک له څو کلونو راهيسې د جګړو په لمبو کې سوځي، دا بس نه ده چې سوداګر مو ماشومان هم جګړې او تاوتريخوالي ته هڅوي))
هغه له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې له عاملينو سره يې پرېکنده چلند وکړي او د هېچا مراعات هم ونه کړي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند وويل، دا کمېسيون ګومارل شوى، څو هغه سيمې او کسان په نښه کړي چې بيا هم د تېر اختر په څېر د خوښۍ ډزې کوي، عاملين به يې پېژني او قانون ته به يې سپاري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










