کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٤): د پژواک خبري اژانس سروې څرګندوي چې د ولسمشر او اجراييه مشر په ګډون يو شمېر دولتي لوړپوړو چارواکو، د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې له سلو زيات عمومي او فرعي سړکونه تړلي، چې ياد کار د خلکو د موټرو د تګ راتګ په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.
دغه سروې څرګندوي، چې په ټوليز ډول په ٦٧ ساحو کې سمنټي دېوالونه او اغزن سيمونه اچول شوي او په يو شمېر سړکونو کې پوځي وسايط ولاړ دي او سرتېري بيا ان د وسايطو او خلکو د تګ راتګ مخه نيسي.
په دغو سړکونو کې پنځه عمومي سړکونه، ١١ د سړک دهلېزونه، پنځ پلې لارې او ٤٦ فرعي کوڅې موجودې دي.
شهرنو، شېرپور، وزير اکبرخان، شش درک، د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو، کارتې سې، کارتې چهار، کارته پروان، چهارراهي قنبر، خيرخانه مېنه او د ملي شورا ساحې هغه ساحې دي، چې د حکومتي ملي ا و پوځي چارواکو، سفارتونو، بهرنيو موسسو او د ناټو قوماندانانو له لوري د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
په دغو سړکونو کې موټرو او ان په يو شمېر سړکونو د خلکو د تګ راتګ مخه هم نيول کېږي، چې ياده ستونزه د ترافيکو ګڼه ګوڼه او د ښار اوسېدونکو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.
د حکومت لوړپوړي چارواکي:
د ولسمشرۍ رياست، له يوه کيلومتر څخه د زياتې سيمې عمومي سړک چې هوايي ډګر او شش درک سيمې له ښار سره نښلوي، تړلى او دغه لار يې د پخوا په پرتله اوږده کړې ده.
د دارالامان په سيمه کې هغه کوڅه چېرې چې ولسمشر ژوند کوي، په ٣٠٠ متره اوږدوالي سره د سمنټي ډبرو په کېښوده سره تړل شوې او موټر او خلک له يوې بلې لارې چې اوږده ده، تګ راتګ کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP