منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۲ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکو او زورواکو د کابل شاوخوا ٧٠ کوڅې او سړکونه بند کړي

· ۱۴ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

 کابل (پژواک ٢٨ وږ‌ى ٩٤): د پژواک خبري اژانس سروې څرګندوي چې د ولسمشر او اجراييه مشر په ګډون يو شمېر دولتي لوړپوړو چارواکو، د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې له سلو زيات عمومي او فرعي سړکونه تړلي، چې ياد کار د خلکو د موټرو د تګ راتګ په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

 دغه سروې څرګندوي، چې په ټوليز ډول په ٦٧ ساحو کې سمنټي دېوالونه او اغزن سيمونه اچول شوي او په يو شمېر سړکونو کې پوځي وسايط ولاړ دي او سرتېري بيا ان د وسايطو او خلکو د تګ راتګ مخه نيسي.

 په دغو سړکونو کې پنځه عمومي سړکونه، ١١ د سړک دهلېزونه، پنځ پلې لارې او ٤٦ فرعي کوڅې موجودې دي.

 شهرنو، شېرپور، وزير اکبرخان، شش درک، د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو، کارتې سې، کارتې چهار، کارته پروان، چهارراهي قنبر، خيرخانه مېنه او د ملي شورا ساحې هغه ساحې دي، چې د حکومتي ملي ا و پوځي چارواکو، سفارتونو، بهرنيو موسسو او د ناټو قوماندانانو له لوري د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

 په دغو سړکونو کې موټرو او ان په يو شمېر سړکونو د خلکو د تګ راتګ مخه هم نيول کېږي، چې ياده ستونزه د ترافيکو ګڼه ګوڼه او د ښار اوسېدونکو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

د حکومت لوړپوړي چارواکي:

 د ولسمشرۍ رياست، له يوه کيلومتر څخه د زياتې سيمې عمومي سړک چې هوايي ډګر او شش درک سيمې له ښار سره نښلوي، تړلى او دغه لار يې د پخوا په پرتله اوږده کړې ده.

 د دارالامان په سيمه کې هغه کوڅه چېرې چې ولسمشر ژوند کوي، په ٣٠٠ متره اوږدوالي سره د سمنټي ډبرو په کېښوده سره تړل شوې او موټر او خلک له يوې بلې لارې چې اوږده ده، تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د تېر کال په وروستيو کې داسې يو فرمان صادر کړ، چې د حکومت لوړپوړي چارواکي بايد د ترافيکي جريان او يا سړکونو د بندښت لامل نه شي.

 په دغه فرمان کې راغلي و، چې له دې وروسته له استثنايي مواردو پرته د لوړپوړو چارواکو د امنيت لپاره بايد لارې ونه تړل شي، بلکې کېښودل شوې موانع هم بايد له عمومي او فرعي سړکونو لرې کړل شي.

دغه راز د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د کارته پروان په سيمه کې خپل کور شاوخوا ته پنځه کوڅې چې يو کيلومتر مساحت لري، تړلې او د شېرپور په سيمه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د کور شاوخوا هم چې درې کوڅې په کې راځي، تړل شوې دي.

د حکومت د اجراييه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل، د اجراييه رييس د کور تر څېرمه د تړل شويو کوڅو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې اجراييه مشر د حکومت لومړى مقام دى چې په تګ راتګ سره يې لارې د ترافيکو پر مخ نه تړل کېږي.

د ښار په مرکزي سيمو کې د يوه کيلومر په اوږدوالي د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو عمومي سړک، په سمنټي دېوالونو سره تړل شوى او يواځې د ځانګړو کسانو لپاره په کې د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت په اوږدو کې، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سلو مترو په اوږدوالي کې نيم عمومي سړک او پياده لارې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څو ځلې له عمومي او فرعي سړکونو څخه د موانعو د لرې کولو فرمانونه صادر کړي و، خو نه يواځې چې د حکومت پر مهال يې عملي بڼه خپله نه کړه، بلکې د هغه د کور د امنيت د ټينګښت لپاره هم يو عمومي او مهم سړک د خلکو پر مخ تړلى دى.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي عرفان الله عرفان، د شپږمې ناحيې په اړونده د ملي شورا په سل مترۍ کې، د ٣٠٠ متره په اوږدوالي يوه کوڅه، د کارته پروان په سيمه کې د غوره حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود شاوخوا نيم کيلومتره فرعي کوڅه بنده کړې ده.

دغه راز د مخابراتو او ټيکنالوجۍ، اوبو او برېښنا، سوداګرۍ او صنايع، کليو پراختيا، حج او اوقاف وزارتونو د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې څو کوڅې او لسګونه متره پلې لارې د خلکو پر مخ تړلې دي.

ملي شورا:

په دې وروستيو کې ملي شورا د دارالامان عمومي سړک د سهار له اتو د ماسپښين تر ١:٣٠ بجې پورې بندوي چې په همدې موخه تېره اوونۍ ځينو کابل ښاريانو د وکيلانو له خوا د لارو بندولو په غبرګون کې لاريون وکړ.

لاريون کوونکي چې شمېره يې شاوخوا سل کسه وه، غوښتنه يې کوله چې د ملي شورا غړي دي د خپل تګ راتګ پرمهال د خلکو پر وړاندې ترافيکي ستونزې نه جوړوي.

معترضينو ويل چې دوى هره ورځ د لارې بندېدو په سبب درې کيلومتره لار په شاوخوا درېيو ساعتونو کې وهي او هره ورځ يې د خپلو اړوندو ارګانونو له خوا حاضري قيد شوي وي.

 خو لاريون دا ستونزه حل نه کړه او اوسمهال دا سړک له سهاره تر غرمې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا چې د ملي شورا د امنيت مسووليت ور د غاړې دى، بندېږي.

د ملي شورا پر عمومي سړک سربېره څلور کوڅې چې څه باندې  يو کيلومتر اوږدى والى لري او ددې جرګې د شکايتونو کمېسيون د مشر عبيدالله بارکزي له خوا د مرکزي سيلو شاته د يخ فروشۍ کوڅه هم بند شوې ده.

د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي کابل پوهنتون ته نږدې په درېيمه ناحيه کې د خپل استوګنځي مخکې کوڅه کې دروازه لګولې او هېچا ته هم اجازه نه ورکول کېږي چې دې کوڅې ته ننوځي.

قضايي او امنيتي ارګانونه:

په نوي ښار کې لويې څارنوالۍ د ٢٠٠ متره په اوږد والي دوه کوڅې او لويې څارنوالۍ په دار الامان کې د ٣٠٠ مترو په اوږدوالي کوڅه بنده کړې ده.

په شهيدڅلورلارې کې د پوليسو لسمې امنيتي حوزې، اتمې حوزې په ده دانا او درېيمې امنيتي حوزې  ساحه کې هم ځينې کوڅې بندې کړې چې مساحت يې شاوخوا ٥٠٠ متره کېږي. د ملي امنيت پنځم رياست، د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په ساحه کې د ملي امنيت يوې بلې برخې او ملي اردو د رېګ د بوريو په ايښود او اغزن سيم په غزولو سره سړک او فرعي کوڅې بندې کړې دي.

 په ده افغانانو کې امنيه قوماندانۍ نيمه پلې لاره او په افشار ساحه کې د پوليسو اکاډمۍ د سل متره په اوږد والي سره د سړک دهليز د خلکو پرمخ بند کړى دى.

په شپږمه ناحيه کې پاسپورټ رياست د ٣٠٠ متره په اوږدوالي دوه کوڅې بندې کړې، د ولسي جرګې څو غړو د ٣٠٠ مترو په اوږدوالي کوڅه بنده کړې او د پکتيا پخواني والي جمعه خان همدرد شاوخوا سل متره کوڅه  بنده کړې ده.

خو په دارالامان ساحه کې ٢٠١ شمشاد زون په کوڅه کې سمنټي موانع اېښي چې د خلکو او موټرو د تګ راتګ مخه نيسي.

د حکومت د پخوانيو چارواکو له خوا د کوڅو بندېدل:

د پخواني حکومت چارواکو هم يو شمېر دهليزونه او فرعي کوڅې بڼدې کړي چې کولى شو له دې ډلې د پوهنې د پخواني وزير غلام فاروق وردګ، د کرنې او مالدارۍ د پخواني وزير اصف رحيمي نوم واخلو چې په پنځمه ناحيه کې يې څه باندې سل متره کوڅه بنده کړې ده.

 د مارشال محمدقسيم فهيم کورنۍ هم د کارته پروان په ساحه کې څلور کوڅې چې مساحت يې شاوخوا يو کيلومتر کېږي، بندې کړې او هېچا ته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د مارشال فهيم کور ته مخامخ دوه نورې کوڅې هم چې ٢٠٠ متره اوږد والى لري د حامد کرزي د دفتر د رييس عبدالکريم خرم له خوا بندې شوې او د کورنيو چارو وزارت د برحاله جنرال، فريدون له خوا د درېيمې ناحيې لسګونه متره کوڅې او د توپان په نوم پخواني جهادي قوماندان له خوا د کمپنۍ په ساحه کې د سړک شاوخوا سل متره دهليز بند شوى.

د سرحدونو او قبايلو وزير ګلاب منګل څه باندې سل متره او د جمهوري رياست پخواني مرستيال کريم خليلي هم په همدې اندازه لاره بنده کړې ده.

د خيرخانې په ساحه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال محمديونس قانوني په ګډون ځينو زور واکو خپلې کوڅې بندې کړې دي.

 قانوني ددې تر څنګ چې د خپل کور مخکې سړک يې په سمنټي ديوالونو بند کړى، بلکې د خيرخانې  فاتحې مراسمو د ښځينه سالون شاوخوا ٣٠٠ متره کوڅه يې هم بنده کړې او د کوڅې دواړو خواوو ته ناست ساتونکي هيچا ته هم کوڅې ته د ورننوتلو اجازه نه ورکوي.

په دې سالون کې هره ورځ شاوخوا درې فاتحې تر سره کېږي چې ځينې عمر خوړلي فاتحه لرونکي لسګونه متره لار نه شي وهلى، په همدې سبب بايد په موټر کې سالون ته د ورننوتلو دروازې ته ولېږدول شي، خو ساتونکو دا ستونزه نه ده درک کړې او د قانوني د اړوندو کسانو له موټرو پرته نورو وسايطو ته اجازه نه ورکوي چې کوڅې ته ننوځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.