Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يوه قاضي پر خپلې ناسکه لور له شپږو کلونو راهيسې جنسى تېرى کړى

ايبک( پژواک، ٣٠ وږى ٩٤): د دوو تنو د ادعا له مخې، يو پخواني قاضي پر خپلې ناسکه لور له شاوخوا شپږو کلونو راهيسې جنسى تېرى کاوه او اوس يو نامشروع زوى هم لري.

ياده نجلۍ ( حديثه) اوس ١٨کلنه ده او ياد شوى قاضي چې تورګل نوميږي په همدې تړاو د سمنګانو پوليسو نيولى دى.

د حديثې مور ٤١ کلنه عزيزه چې د سمنګانو د مرکز اړوند د رباطک د سيمې اوسېدونکې ده ، د سمنګانو په مرکز ايبکو کې پژواک ته وويل چې لس کاله وړاندې هغه مهال چې کونډه وه، له يو چا سره يې د ځمکې د ملکيت پر سر حقوقي دعوه لرله او له همدې امله به يې د سمنګانو محکمې ته تګ راتګ کاوه.

هغه وايي، چې هغه مهال د دې محکمې يو قاضي ( تورګل) دې ته وويل چې په دې شرط دعوه د هغې په ګټه فيصله کوي، چې واده ورسره وکړي.

عزيزه وايي چې دې د تورګل دغه غوښتنه ومنله او کله يې چې واده ورسره وکړ، شپږ مياشتې يې په سمنګانو کې ورسره تېرې کړې او بيا تورګل له سمنګانو څخه کابل او بيا له لږ وخت وروسته د باميانو کهمرد ولسوالۍ ته تبديل شو.

هغه وايي چې تورګل د هغه دوه نورې ښځې،دا او د دې له مخکني مېړه څخه لور ( حديثه) چې هغه مهال شاوخوا لس کلنه وه  هم له ځان سره کهمرد ته بوتلل او هلته د تورګل په اصلي کلي "کلچ" کې مېشت شول.

دى وايي، تورګل د هغه يوه ښځه او د دې لور حديثه چې هغه مهال شاوخوا ١٣ کلنه وه، د بغلان ولايت پلخمري ته بوتلل او هلته يې خپله ښځه په روغتون کې بستر کړه او دى له حديثې سره درې ورځې په هوټل کې اوسېده.

هغه وايي، چې تورګل په ياد هوټل کې د دې پر لور ( حديثې)  جنسي تېرى کړى و او تر هغه وروسته يې  په خپل کور کې هم ورته کار کاوه .

 د دې په وينا، يوه ورځ يې لور دا هر څه ورته وويل خو دې باور پرې ونه کړ،  مګر هغه مهال يې باور پرې وکړ چې يوه ورځ يې تر تعقيب ورورسته، په خپلو سترګو وليدل چې تورګل يې پر لور جنسي تېرى کاوه.

عزيزه وايي چې دې په دې اړه د تورګل ورور او خپلوانو ته وويل خو هغوى ويل چې تورګل زورور سړى دى او د دوى زور پرې نه رسيږي.

دې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې تورګل له څه مودې راهيسې له دندې لرې کړل شوى دى.

هغه وايي، چې تورګل  له همدې امله دا او لور يې تل وهل او ډبول او نه يې پرېښودل چې له کوره ووځي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.