منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوه قاضي پر خپلې ناسکه لور له شپږو کلونو راهيسې جنسى تېرى کړى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۴ کتنې

ايبک( پژواک، ٣٠ وږى ٩٤): د دوو تنو د ادعا له مخې، يو پخواني قاضي پر خپلې ناسکه لور له شاوخوا شپږو کلونو راهيسې جنسى تېرى کاوه او اوس يو نامشروع زوى هم لري.

ياده نجلۍ ( حديثه) اوس ١٨کلنه ده او ياد شوى قاضي چې تورګل نوميږي په همدې تړاو د سمنګانو پوليسو نيولى دى.

د حديثې مور ٤١ کلنه عزيزه چې د سمنګانو د مرکز اړوند د رباطک د سيمې اوسېدونکې ده ، د سمنګانو په مرکز ايبکو کې پژواک ته وويل چې لس کاله وړاندې هغه مهال چې کونډه وه، له يو چا سره يې د ځمکې د ملکيت پر سر حقوقي دعوه لرله او له همدې امله به يې د سمنګانو محکمې ته تګ راتګ کاوه.

هغه وايي، چې هغه مهال د دې محکمې يو قاضي ( تورګل) دې ته وويل چې په دې شرط دعوه د هغې په ګټه فيصله کوي، چې واده ورسره وکړي.

عزيزه وايي چې دې د تورګل دغه غوښتنه ومنله او کله يې چې واده ورسره وکړ، شپږ مياشتې يې په سمنګانو کې ورسره تېرې کړې او بيا تورګل له سمنګانو څخه کابل او بيا له لږ وخت وروسته د باميانو کهمرد ولسوالۍ ته تبديل شو.

هغه وايي چې تورګل د هغه دوه نورې ښځې،دا او د دې له مخکني مېړه څخه لور ( حديثه) چې هغه مهال شاوخوا لس کلنه وه  هم له ځان سره کهمرد ته بوتلل او هلته د تورګل په اصلي کلي "کلچ" کې مېشت شول.

دى وايي، تورګل د هغه يوه ښځه او د دې لور حديثه چې هغه مهال شاوخوا ١٣ کلنه وه، د بغلان ولايت پلخمري ته بوتلل او هلته يې خپله ښځه په روغتون کې بستر کړه او دى له حديثې سره درې ورځې په هوټل کې اوسېده.

هغه وايي، چې تورګل په ياد هوټل کې د دې پر لور ( حديثې)  جنسي تېرى کړى و او تر هغه وروسته يې  په خپل کور کې هم ورته کار کاوه .

 د دې په وينا، يوه ورځ يې لور دا هر څه ورته وويل خو دې باور پرې ونه کړ،  مګر هغه مهال يې باور پرې وکړ چې يوه ورځ يې تر تعقيب ورورسته، په خپلو سترګو وليدل چې تورګل يې پر لور جنسي تېرى کاوه.

عزيزه وايي چې دې په دې اړه د تورګل ورور او خپلوانو ته وويل خو هغوى ويل چې تورګل زورور سړى دى او د دوى زور پرې نه رسيږي.

دې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې تورګل له څه مودې راهيسې له دندې لرې کړل شوى دى.

هغه وايي، چې تورګل  له همدې امله دا او لور يې تل وهل او ډبول او نه يې پرېښودل چې له کوره ووځي.

عزيزې زياته کړه چې وروسته د هغې لور حامله شوه او تورګل د جنين د سقط لپاره کابل او بلخ ته بوتله خو ډاکټرانو دا کار ونه کړ او په پاى کې د هغې له لور څخه د تورګل نامشروع زوى تولد شو ، چې تر اوسه هم ژوندى دى او شاوخوا درې نيم کلن شوى دى.

عزيزه وايي، چې تورګل د هغې پر لور جنسي تيري ته دوام ورکړى او اوس يې لور بيا حامله ده.

هغې وويل چې تورګل لس ورځې وړاندې دا او د هغې لور کابل ته بوتلل تر څو د ډاکټرانو په مرسته د حديثې ماشوم  لرې کړي.

خو عزيزه وايي چې دا او لور يې په کابل کې له تورګل څخه وتښتېدل او سمنګانو ته تر تګ وروسته يې د تورګل له خوا د شويو نارواوو په اړه امنيه قوماندانۍ ته عريضه ورکړه.

حديثې هم له پژواک سره په خبرو کې ورته څرګندونې وکړې او له دولت څخه يې غوښتنه کوله چې تورګل ته سخته سزا ورکړي .

هغې ويل چې  تورګل زورور  سړى دى او دا وېريږي چې ونه تښتي او ځان له سزا خلاص نه کړي.

حديثې او مور يې دواړو ويل چې که تورګل اعدام نه شي، نو دوى به دواړه ځانونه ووژني.

د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دويم څارن منير رحيمي تاييدوي چې يادې مور او لور امنيه قوماندانۍ ته شکايت کړى او په خپله شکايت پاڼه کې يې پر تورګل ياد تورونه لګولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه