فراه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٤): يو ځوان چې له تېرو کلونو راهيسې په نشه يي توکو روږدى دى، له ژونده ستومانه شوى او وايي: " له تېرو کلونو راهيسې د فراه په زاړه ښار کې ژوند کوم او د يوه حيوان په څېر د اختر له راتلو او تلو نه يم خبر."
لوى اختر ته يوازې يوه ورځ پاتې ده، د فراه زرګونه اوسېدونکي د ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د ياد ولايت ښار ته راغلي او د اختر لپاره د توکو په پېرلو بوخت او چمتووالى نيسي، خو په زاړه ښار (د فراه لرغونى ځاى چې سلګونه روږدي کسان په کې راغونډ وي) کې بيا هر څه بل ډول دي.
د نشه يي توکو دود، اور او تور او تياره غار چې له بېلابېل ډولو خزندو ډک دى، په زاړه ښار کې چې د فراه له نوي ښار سره په څېرمه کې پروت دى؛ سلګونه ځوانان له خپلو کورنيو او اسلامي ارزښتونو لکه اختر لرې کړي دي.
د يادو کسانو له ډلې يې ٢٨ کلن يارمحمد، چې له لوى اختر يوه ورځ وړاندې له خپلو نورو ملګرو سره په زاړه ښار کې د پوډرو په څکولو بوخت و.
دغه ځوان چې د فراه مرکز خُرمالُق کلي اصلي اوسېدونکى دى او له تېرو څلورو کلونو راهيسې په زاړه ښار کې اوسي، د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، دا چې د اختر ورځې د مسلمانانو د خوشالۍ ورځې دي؛ هغه څه احساس لري؟ وويل: "اختر؟! موږ چې له ډېر وخت راهيسې اختر نه لرو، له کوم وخت راهيسې چې په نشې روږدى شوى يم او کور مې هم زوړ ښار ګرځېدلى، اختر نه لرم."
هغه زياته کړه: "زه د ځناور او سپي په شان په دغو خځلو کې ګرځم، د اختر شتون او يا نشتون په کيسه کې نه يم."
هغه وويل: " زموږ اختر هغه وخت وي، چې مواد (پوډر او شيشه) راته ورسيږي."
يارمحمد چې له پژواک سره د خبرو پر مهال دېوال ته تکيه کړې وه او د خبرو کولو لپاره يې بشپړه انرژي هم نه درلوده، وويل چې د ايران په کرمان ښار کې يوولس کاله وړاندې په نشه يي توکو روږدى شوى دى.
هغه وويل، چې هلته يې د خښتو په يوې بټۍ کې کار کاوه او د مالک له لوري د ترياکو څکولو ته هڅول شوى و، څلور کاله يې ترياک وڅکول او له هغه وروسته تر اوسه پورې له پوډرو او شيشې ګټه اخلي.
د هغه په وينا، پلار يې نهه کاله او مور يې پنځه کاله وړاندې وفات شوي او د ايران په زاهدان ښار کې خاورو ته سپارل شوي او اوسمهال يې درې وروڼه له خپلو کورنيو سره د ايران په کرمان ښار کې ژوند کوي.
هغه وويل: " څلور کاله وړاندې د ايران د پوليسو له لوري راوشړل شوم، فراه ته له راتلو وروسته دا چې دلته مې خپلوان نه لرل او نورو هم زما خيال ونه ساته، اړ شوم چې زاړه ښار ته راشم."
هغه زياته کړه، چې له څلورو کلونو راهيسې يې د شپې او ورځې تېرولو کور، زوړ ښار، په نشه يي توکو روږدي ملګري او نشه يي توکي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP