منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:07 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دین او کلتورغړي

“له کله راهيسې چې په نشې روږدى شوى يم، اختر نه لرم”

· 4 دقیقې لوستل · 114 کتنې

فراه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٤): يو ځوان چې له تېرو کلونو راهيسې په نشه يي توکو روږدى دى، له ژونده ستومانه شوى او وايي: " له تېرو کلونو راهيسې د فراه په زاړه ښار کې ژوند کوم او د يوه حيوان په څېر د اختر له راتلو او تلو نه يم خبر."

 لوى اختر ته يوازې يوه ورځ پاتې ده، د فراه زرګونه اوسېدونکي د ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د ياد ولايت ښار ته راغلي او د اختر لپاره د توکو په پېرلو بوخت او چمتووالى نيسي، خو په زاړه ښار (د فراه لرغونى ځاى چې سلګونه روږدي کسان په کې راغونډ وي) کې بيا هر څه بل ډول دي.

 د نشه يي توکو دود، اور او تور او تياره غار چې له بېلابېل ډولو خزندو ډک دى، په زاړه ښار کې چې د فراه له نوي ښار سره په څېرمه کې پروت دى؛ سلګونه ځوانان له خپلو کورنيو او اسلامي ارزښتونو لکه اختر لرې کړي دي.

 د يادو کسانو له ډلې يې ٢٨ کلن يارمحمد، چې له لوى اختر يوه ورځ وړاندې له خپلو نورو ملګرو سره په زاړه ښار کې د پوډرو په څکولو بوخت و.

دغه ځوان چې د فراه مرکز خُرمالُق کلي اصلي اوسېدونکى دى او له تېرو څلورو کلونو راهيسې په زاړه ښار کې اوسي، د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، دا چې د اختر ورځې د مسلمانانو د خوشالۍ ورځې دي؛ هغه څه احساس لري؟ وويل: "اختر؟! موږ چې له ډېر وخت راهيسې اختر نه لرو، له کوم وخت راهيسې چې په نشې روږدى شوى يم او کور مې هم زوړ ښار ګرځېدلى، اختر نه لرم."

 هغه زياته کړه: "زه د ځناور او سپي په شان په دغو خځلو کې ګرځم، د  اختر شتون او يا نشتون په کيسه کې نه يم."

 هغه وويل: " زموږ اختر هغه وخت وي، چې مواد (پوډر او شيشه) راته ورسيږي."

 يارمحمد چې له پژواک سره د خبرو پر مهال دېوال ته تکيه کړې وه او د خبرو کولو لپاره يې بشپړه انرژي هم نه درلوده، وويل چې د ايران په کرمان ښار کې يوولس کاله وړاندې په نشه يي توکو روږدى شوى دى.

 هغه وويل، چې هلته يې د خښتو په يوې بټۍ کې کار کاوه او د مالک له لوري د ترياکو څکولو ته هڅول شوى و، څلور کاله يې ترياک وڅکول او له هغه وروسته تر اوسه پورې له پوډرو او شيشې ګټه اخلي.

 د هغه په وينا، پلار يې نهه کاله او مور يې پنځه کاله وړاندې وفات شوي او د ايران په زاهدان ښار کې خاورو ته سپارل شوي او اوسمهال يې درې وروڼه له خپلو کورنيو سره د ايران په کرمان ښار کې ژوند کوي.

هغه وويل: " څلور کاله وړاندې د ايران د پوليسو له لوري راوشړل شوم، فراه ته له راتلو وروسته دا چې دلته مې خپلوان نه لرل او نورو هم زما خيال ونه ساته، اړ شوم چې زاړه ښار ته راشم."

 هغه زياته کړه، چې له څلورو کلونو راهيسې يې د شپې او ورځې تېرولو کور، زوړ ښار، په نشه يي توکو روږدي ملګري او نشه يي توکي دي.

 ياد ځوان چې ډېر زاړه او خيرنې جامې يې اغوستې وې، وويل: " اختر د هغو کسانو لپاره دى، چې روغ وي او نوې جامې ولري، خو زه له تېرو څو کلونو راهيسې يو جوړ جامې اغوندم او په مياشتو-مياشتو د حمام کولو لپاره امکانات نه لرم."

 هغه چې ډېر ستړى ښکارېده، زياته کړه: " نور له ژوند موړ شوى يم، له خداى غواړم چې يا مې له دغه وضعيت وژغوري او يا هم مرګ راکړي."

هغه وويل، هوډ يې کړى چې اعتياد پرېږدي.

 هغه زياته کړه، د فراه د عامې روغتيا رياست د معتادينو د درملنې شل بستريز روغتون ته پنځه مياشتې وړاندې تللى و، خو د ضامن د نه درلودو له امله د روغتون د چارواکو له لوري نه دى منل شوى.

 يواځې يارمحمد نه دى، چې له دا ډول برخليک سره مخ دى، بلکې د هغه په وينا په دغه ځاى کې په نشه يي توکو له ٥٠٠ څخه زيات روږدي کسان ژوند کوي، چې سل کسان يې له همدې کنډوالې پرته بل ځاى نه لري.

د راپورو پر بنسټ، د هېواد په کچه په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر شا وخوا درې نيم مليون کسانو ته رسيږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ١٠٨ مرکزونه شتون لري چې هر کال د ٤٠ کسانو د درملنې وړتيا لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ذهین
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور
دین او کلتور

ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو یې لیدنه وکړه

دین او کلتور

کابل کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمة‌الله د علمي میراث په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شو

ټولنه

کندهار کې ۱۲ چیني ګرځندویان د اسلام په مبارک دین مشرف شوي

دین او کلتور

خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسي کې ځنډ او محدودیت د تبلیغاتو د مخنیوي او اطلاع‌رسونې برخو کې ستونزې جوړوي

دین او کلتور

افغانستان او قطر د ګرځندوی برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

دین او کلتور

تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو په ګډون څه باندې ۵۰۰ زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې ده

دین او کلتور

کابل کې د «برم» په نوم نوی څېړنیز مرکز پرانیستل شو

دین او کلتور

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه