کابل ( پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ، ٩٤ ) : پاکستانيو پوليسو ددغه هېواد په بلوچستان کې ايالت کې ٤٠ تنه افغان کډوال نيولي دي.
پاکستانيو رسنيو د تلې په لومړۍ نېټه، خبر ورکړى، چې پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د بلوچستان ايالت د کويټې ښار اړونده د خالد په نامه يوه پوځي هوايي ډګر شاوخوا کليو کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياه کړې چې ددې عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو ٤٠ تنه افغان کډوال د غير قانوني اوسېدا او اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي.
پوليسو ويلي چې نيول شوي افغانان د پلټنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د پېښور پر يوه پوځي اډې تر بريده وروسته امنيتي ځواکونو دافغانانو پر ضد عمليات پيل کړي دي.
په دغه بريد کې ٢٩ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.
login or register a new account.