Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو د کندوز ښار ډېرې سيمې لاندې کړې

کندوز ښار – څلورم تعقيب (پژواک، ٦ تله ٩٤): عيني شاهدان وايي، وسله والو طالبانو نن له غرمې وروسته د کندوز ښار زياتې سيمې ونيولې او سلګونه کورنۍ د جګړو له امله خوندي سيمو ته کډه شوې دي؛ خو د کورنيو چارو وزارت وايي، د نن ورځې تر پايه پورې به کندوز ښار د دښمن له شتون څخه پاک شي.

وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې له څلورو لوريو پر کندوز ښار د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل او د لومړۍ او څلورمې ناحيو زاخېل، سه درک، خاکني، پل کله ګاو، ابراهيم خېل او سرک نو سيمې يې ونيولې.

عيني شاهدان وايي، طالبان نن له غرمې وروسته له موټرونو، موټرسايکلونو سره او پلي ډول د ښار مرکزي سيمو ته ننوتل او سيمو ته له رسېدو سره سم به يې خپل سپين بيرغونه ځړول.

يو تن عيني شاهد حيات الله پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبان فاطمة الزهرا لېسې او د سينما سړک ته مخامخ د ولايت له مرکز او امنيه قوماندانۍ څخه له پنځوسو تر سلو مترو پورې واټن لري.

د هغه په وينا، د کندوز ښار په لومړۍ ناحيه کې د ولايتي شورا ودانۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

همداراز د شپږمې ناحيې د زرخريد سيمې اوسېدوونکي محمد امان وويل، طالبانو دا سيمه او د سه صد فاميلي سيمه هم نيولي دي او هغه له خپلې کورنۍ سره د وېرې په حالت کې له ساحې څخه وتلي دي.

د سيدعلي الله په نوم بل عيني شاهد وويل، له غرمې وروسته، د پوهنتون، لېليې او کرنې رياست ودانۍ هم د طالبانو لاس ته پرېوتې.

عيني شاهدانو نن سهار ويلي وو، طالبان د لومړۍ ناحيې حوزوي روغتون او د عامې روغتيا رياست ته ننوتل او ډاکټرانو ته يې وويل، چې له هغوى سره کار نه لري او وروسته له روغتون څخه ووتل؛ خو اوس وايي چې يادې دوه سيمې لاهم د طالبانو په ولکه کې دي.

خلک وايي، په روانه جګړه کې له طالبانو او امنيتي ځواکونو پرته، ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې کره شمېره يې جوته نه ده.

خو د کندوز د عامې روغتيا مشر ډاکټر سعد مختار وويل، تراوسه څلور مړي او ٤٧ ملکي او پوځي ټپيان د بې پولي ډاکټرانو روغتون ته په دې ولايت کې راوړل شوي، چې ډېر يې ملکي کسان دي.

سلګونه کورنۍ د جګړې له سيمو څخه خوندي ځايونه ته کډه شوي او په ښار کې هټۍ تړل شوې دي.

سيدعلي الله زياته کړه، ځينې خلک پلي له ښار څخه ووځي او د کندوز- تخار، کندوز- بغلان او کندوز- شېرخان بندر لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.