کندوز ښار – څلورم تعقيب (پژواک، ٦ تله ٩٤): عيني شاهدان وايي، وسله والو طالبانو نن له غرمې وروسته د کندوز ښار زياتې سيمې ونيولې او سلګونه کورنۍ د جګړو له امله خوندي سيمو ته کډه شوې دي؛ خو د کورنيو چارو وزارت وايي، د نن ورځې تر پايه پورې به کندوز ښار د دښمن له شتون څخه پاک شي.
وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې له څلورو لوريو پر کندوز ښار د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل او د لومړۍ او څلورمې ناحيو زاخېل، سه درک، خاکني، پل کله ګاو، ابراهيم خېل او سرک نو سيمې يې ونيولې.
عيني شاهدان وايي، طالبان نن له غرمې وروسته له موټرونو، موټرسايکلونو سره او پلي ډول د ښار مرکزي سيمو ته ننوتل او سيمو ته له رسېدو سره سم به يې خپل سپين بيرغونه ځړول.
يو تن عيني شاهد حيات الله پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبان فاطمة الزهرا لېسې او د سينما سړک ته مخامخ د ولايت له مرکز او امنيه قوماندانۍ څخه له پنځوسو تر سلو مترو پورې واټن لري.
د هغه په وينا، د کندوز ښار په لومړۍ ناحيه کې د ولايتي شورا ودانۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
همداراز د شپږمې ناحيې د زرخريد سيمې اوسېدوونکي محمد امان وويل، طالبانو دا سيمه او د سه صد فاميلي سيمه هم نيولي دي او هغه له خپلې کورنۍ سره د وېرې په حالت کې له ساحې څخه وتلي دي.
د سيدعلي الله په نوم بل عيني شاهد وويل، له غرمې وروسته، د پوهنتون، لېليې او کرنې رياست ودانۍ هم د طالبانو لاس ته پرېوتې.
عيني شاهدانو نن سهار ويلي وو، طالبان د لومړۍ ناحيې حوزوي روغتون او د عامې روغتيا رياست ته ننوتل او ډاکټرانو ته يې وويل، چې له هغوى سره کار نه لري او وروسته له روغتون څخه ووتل؛ خو اوس وايي چې يادې دوه سيمې لاهم د طالبانو په ولکه کې دي.
خلک وايي، په روانه جګړه کې له طالبانو او امنيتي ځواکونو پرته، ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې کره شمېره يې جوته نه ده.
خو د کندوز د عامې روغتيا مشر ډاکټر سعد مختار وويل، تراوسه څلور مړي او ٤٧ ملکي او پوځي ټپيان د بې پولي ډاکټرانو روغتون ته په دې ولايت کې راوړل شوي، چې ډېر يې ملکي کسان دي.
سلګونه کورنۍ د جګړې له سيمو څخه خوندي ځايونه ته کډه شوي او په ښار کې هټۍ تړل شوې دي.
سيدعلي الله زياته کړه، ځينې خلک پلي له ښار څخه ووځي او د کندوز- تخار، کندوز- بغلان او کندوز- شېرخان بندر لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.
خلک وايي، امنيتي ځواکونو له غرمې وړاندې د ملي اردو د چورلکو په ملاتړ د طالبانو مورچې بمبارد کولې؛ خو له غرمې وروسته دا وضعيت بدل شو او هېڅ غبرګون يې نه ښوده.
خو امنيتي مسوولين وايي، د طالبانو بريدونه ځاى نه نيسي او خلک بايد ډاډه واوسي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ پژواک ته وويل: "موږ طالبانو ته ډېر ژر ماتې ورکوو، خلک بايد اندېښمن ونه اوسي."
امنيتي مسوولينو مخکې ويلي وو، چې د مرستندويو ځواکونو په رسېدو سره طالبان له ښار څخه اېستل شوي، د هغوى ٢٠ مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او اوضاع کنټرول ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي، کومې سيمې چې د طالبانو په لاس کې دي، د نن ورځې تر پاى پورې به بېرته چاڼ شي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې کابل کې وويل، دا مهال دوه سيمې له ګواښ سره مخ دي، چې د کندوز ښار روغتون او درېيمه امنيتي حوزه ده.
صديقي زياته کړه، دښمنان په کورونو او يوه روغتون ته نږدې ځاى پرځاى شوي دي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي، څو ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو پرته دښمنان له منځه يوسي.
هغه وويل، د امنيتي ځواکونو عمليات به دوام وکړي، څو د مخالفينو د پرمختګ مخه ډب کړي، نوموړي دا هم وويل چې د عملياتو په جريان کې هوايي ځواکونو وسله والو مخالفينو ته کلک ګوزارونه ورکړي دي.
د کورنيو چارو وزارت ددې مطلب په څرګندولو سره چې وسلوالو مخالفينو غوښتل څو د کندوز پرمحبس او امنيه قوماندانۍ بريدونه وکړي؛ خو امنيتي ځواکونو اجازه ور نه کړه چې دښمنان خپلو کرغېړنو موخو ته ورسېږي.
نوموړي وويل، د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم نور ځواکونه دې ولايت ته استول شوي دي؛ خو کره نېټه يې ونه ښوده.
د دې ترڅنګ صديقي يادونه وکړه چې کندوز کې کافي اندازه امنيتي ځواکونه ځاى پرځاى دي؛ د هغوى تر منځ بشپړه همغږي شته او ګډ عمليات بريالي پر مخ روان دي.
هغه وويل: "امنيتي ځواکونه توانېدلي چې د دولت وسله والو مخالفينو د پرمختګ مخه ونيسي."
د کورنيو چارو وزارت وياند په کندوز ښار کې د نننۍ جګړې له امله د ملکي تلفاتو په اړه وويل، چې څلور ملکي کسان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي.
همداراز هغه زياته کړه، د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د دولت ٢٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
نوموړي همداراز د نن په جګړه کې، د دوو پوليسو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د علي خېل، بندرامام صاحب، نظرسلمان، زاخېل، ګله ګاو،ابراهيم خېلو، لومړۍ او درېمې ناحيو سيمو څخه پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل، چې له نېکه مرغه د هېواد امنيتي ځواکونو له ځواب سره مخامخ شول.
په ورته وخت کې، ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې د کندوز پر ښار د دښمن بريدونه د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله په شا تمبول شوي دي، دښمن د ډېرو تلفاتو په ورکولو سره شاتګ ته اړ شوى او د وروستي راپور له مخې، د دولت ٣٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر يې ژوبل دي.
خو طالبانو ويلي، چې يو شمېر دولتي ودانۍ يې نيولې دي، ١٥ سرتېري يې وژلي او ډېره اندازه وسلې او مهمات يې تر لاسه کړي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










