ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: افغان ځواکونه بايد د پرمختګونو ساتلو جوګه شي

امريکا: افغان ځواکونه بايد د پرمختګونو ساتلو جوګه شي

author avatar
30 Sep 2015 - 13:10
امريکا: افغان ځواکونه بايد د پرمختګونو ساتلو جوګه شي
author avatar
30 Sep 2015 - 13:10

واشنګټن- کابل (پژواک، ٨ تله ٩٤): اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د امريکا له مرستيال ولسمشر جوبايډن سره د افغانستان پر امنيتي وضعيت، له پاکستان سره پر اړيکو او د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو پر تکميل او تجهيز خبرې کړې دي.

د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ليدنه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د افغانستان او امريکا د راتلونکو اړيکو او همکاريو پر څرنګوالي، د افغانستان پر امنيتي وضعيت، له پاکستان سره پر اړيکو او د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو پر تکميل او تجهيز خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ليدنې پر مهال افغان او امريکايي چارواکو همدا راز د تېر کال په ترڅ کې د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ښه فعاليت او له ترهګرۍ سره يې پر مبارزې، چې د نړيوالو سرتېرو له مرستې پرته وشوه، بحث وکړ.

اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله وويل چې افغان ځواکونه خپله کولای شي د ترهګرو د ګواښونو په مقابل کې مبارزه وکړي، خو اړتيا ده چې ملګري او همکار هېوادونه يې اکمال او تجهيز ته پام زيات کړي.

نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې د امنيت لپاره اړين دي، څو ټولې ښکېلې خواوې خپل مسووليت په سمه توګه ادا او په دې مبارزه کې ګاونډي هېوادونه اړينه همکاري وکړي.

ډاکتر عبدالله وايي، افغانستان د نوي حکومت له راتګ سره نړيوالو، په ځانګړې توګه امريکا ته د يوه نوي او با اعتماده همکار په بڼه کې راڅرګند شوی او حکومت هڅه کوي چې بهرنۍ پاليسي نوره هم غښتلي او کارنده شي.

د امريکا د متحدو ايالاتو د ولسمشر مرستيال جوبايډن د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړه چې افغانستان د امريکا لپاره اساسي اهميت لري او افغان ځواکونه بايد د دې جوګه شي چې هلته شوي پرمختګونه وساتلی شي.

نوموړي زياته کړه چې دوی به له افغانستان سره د خپلو راتلونکو همکاريو مسير هم ټاکي او له ژمنې سره سم به د افغان ځواکونو تمويل او تجهيز ته هم پام کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د افغان او بهرنيو سرتېرو تر منځ پر راتلونکې ملګرتيا، په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد پر ګډو همکاريو او د هېواد په داخل کې پر امنيتي وضعيت په تفصيل سره  خبرې وشوې.

بلخوا د سپينې ماڼۍ وياند ويلي چې د دې ليدنې پر مهال د کندوز پر وروستيو امنيتي حالاتو هم خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې چې دواړو مشرانو د افغانستان پر اوسنيو او راتلونکو ننګونو او ګواښونو هم بحث وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.