کابل ( پژواک، ١١ تله ٩٤ ): د کندوز د وروستيو نښتو له امله، ددې ولايت اوسېدونکي د اوبو، برېښنا او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي،چې د موټرو، الوتکو، خوراکي توکو او ټېليفون کريډيټ کارتونو بيې څو برابره لوړې شوې دي.
د کندوز ښار د تلې په ٦مه د طالبانو لاس ته پرېوت ، درې ورځې وروسته امنيتي ځواکونو دا ښار بېرته ونيو او دا مهال په ښار کې چاڼيز عمليات دوام لري.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې جنرال نظيفې ذکي نن ددې جرګې په عمومي غونډه کې پر هوايي شرکتونو چې کندوز ته پروازونه کوي نيوکه وکړه او ويې ويل :" د الوتکو د يو ټکټ بيه له ٥٥٠٠ افغانيو څخه ٢٠ زره افغانيو ته لوړه شوې ده، طالب او دولت خو ظلم کاوه، اوس سوداګرو هم خلک له ژوبل نوک څخه نيولي او ظلم کوي."
هغې زياته کړه : " کوم خلک او محصلين چې په کندوز کې پاتې دي، د الوتکې د لوړې بيې د ورکولو توان نه لري او کندوز- کابل لار امنيتي ستونزې لري، خلک څه وکړي؟"
مېرمن ذکي همداراز وويل، چې د لومړنيو توکو بيې هم زياتې لوړې شوې دي.
همداراز په دې جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالودود پيمان هم د کندوز له خلکو سره پر همکارۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه :" د کندوز خلک همکارۍ ته اړتيا لري، ډوډۍ نه پيدا کېږي، د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي ان د کريډيټ کارتونو بيې څو برابره شوې دي."
هغه له مرکزي حکومت څخه وغوښتل څو د کندوز اوسېدونکو ته پام وکړي او دې خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د کندوز اوسېدونکو د خوراکي توکو له کمښت او د نرخونو له لوړېدو څخه اندېښنه وښوده.
د کندوز ښار اوسېدونکي فضل هادي پژواک خبري اژانس ته وويل، د يوې وچې ډوډۍ بيه چې پخوا ١٠ افغانۍ وه اوس ٥٠ افغانيو ته لوړه شوې او ترلاسه کېدل يې هم ګران دي.
دې اوسېدونکي زياته کړه : " اوبه نشته، برق نشته د خلکو پيسې خلاصې شوې دي او بانکونه هم تړلي دي."
هغه په داسې حال کې چې له خپلې اته کسيزې کورنۍ سره يې چيغې وهلې د نيوکې کولو تر څنګ زياته کړه ،چې ان د يو تن کرايه له کندوز ښار څخه تخار، بغلان ته له دوو تر دريو زرو افغانيو رسېدلې ده، په داسې حال کې چې پخوا ١٥٠ افغانۍ وه.
هغه وايي، چې د پنځوسو افغانيو کرېډت کارت بيه دا مهال کندوز ښار کې ٣٠٠ افغانيو ته رسېدلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP