کابل ( پژواک، ١١ تله ٩٤ ): د کندوز د وروستيو نښتو له امله، ددې ولايت اوسېدونکي د اوبو، برېښنا او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي،چې د موټرو، الوتکو، خوراکي توکو او ټېليفون کريډيټ کارتونو بيې څو برابره لوړې شوې دي.
د کندوز ښار د تلې په ٦مه د طالبانو لاس ته پرېوت ، درې ورځې وروسته امنيتي ځواکونو دا ښار بېرته ونيو او دا مهال په ښار کې چاڼيز عمليات دوام لري.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې جنرال نظيفې ذکي نن ددې جرګې په عمومي غونډه کې پر هوايي شرکتونو چې کندوز ته پروازونه کوي نيوکه وکړه او ويې ويل :" د الوتکو د يو ټکټ بيه له ٥٥٠٠ افغانيو څخه ٢٠ زره افغانيو ته لوړه شوې ده، طالب او دولت خو ظلم کاوه، اوس سوداګرو هم خلک له ژوبل نوک څخه نيولي او ظلم کوي."
هغې زياته کړه : " کوم خلک او محصلين چې په کندوز کې پاتې دي، د الوتکې د لوړې بيې د ورکولو توان نه لري او کندوز- کابل لار امنيتي ستونزې لري، خلک څه وکړي؟"
مېرمن ذکي همداراز وويل، چې د لومړنيو توکو بيې هم زياتې لوړې شوې دي.
همداراز په دې جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالودود پيمان هم د کندوز له خلکو سره پر همکارۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه :" د کندوز خلک همکارۍ ته اړتيا لري، ډوډۍ نه پيدا کېږي، د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي ان د کريډيټ کارتونو بيې څو برابره شوې دي."
هغه له مرکزي حکومت څخه وغوښتل څو د کندوز اوسېدونکو ته پام وکړي او دې خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د کندوز اوسېدونکو د خوراکي توکو له کمښت او د نرخونو له لوړېدو څخه اندېښنه وښوده.
د کندوز ښار اوسېدونکي فضل هادي پژواک خبري اژانس ته وويل، د يوې وچې ډوډۍ بيه چې پخوا ١٠ افغانۍ وه اوس ٥٠ افغانيو ته لوړه شوې او ترلاسه کېدل يې هم ګران دي.
دې اوسېدونکي زياته کړه : " اوبه نشته، برق نشته د خلکو پيسې خلاصې شوې دي او بانکونه هم تړلي دي."
هغه په داسې حال کې چې له خپلې اته کسيزې کورنۍ سره يې چيغې وهلې د نيوکې کولو تر څنګ زياته کړه ،چې ان د يو تن کرايه له کندوز ښار څخه تخار، بغلان ته له دوو تر دريو زرو افغانيو رسېدلې ده، په داسې حال کې چې پخوا ١٥٠ افغانۍ وه.
هغه وايي، چې د پنځوسو افغانيو کرېډت کارت بيه دا مهال کندوز ښار کې ٣٠٠ افغانيو ته رسېدلې ده.
دې اوسېدونکي وويل: " که امنيت ټينګ نه شي او کندوز ښاريانو سره مرسته ونه شي، ناورين او قحطي به خلک نور هم و ځپي."
د کندوز بل اوسېدونکي ګل رحمن وويل، چې کندوز ته د هوايي خصوصي شرکتونو الوتکې پروازونه نه کوي؛ خو له بدخشان څخه کابل ته د يو لوري ټکټ بيه پخوا ٤ زره افغانۍ وه، اوس ١٥ زره افغانيو ته لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ټول کندوز ښار تړلى او هېڅوک له کورونو څخه راوتلى نه شي ، ځکه د طالبانو او امنيتي ځواکونو له لوري پرې بريد کېږي.
دې اوسېدونکي ادعا وکړه، چې امنيتي ځواکونه د کندوز د بېرته نيولو پخه اراده نه لري، نو ځکه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
ګل رحمن وويل :" دولت بايد ځمکني او هوايي عملياتو تر هغه مهاله دوام ورکړي څو چې ښار چاڼ شوى نه وي."
هغه وويل، چې اوسمهال د کابل بندر او ګندم بازار په سيمو کې طالبان په ازاد ډول تګ راتګ کوي او په بېلابېلو سيمو کې نښتې هم روانې دي.
خو د کندوز امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيدسرور حسيني وايي، چې ښار د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دى او د طالبانو د نيولو لپاره کور په کور تلاشي دوام لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









