Language

مزارشريف ته د بې ځايه شويو کندوزيانو شمېر له زرو تنو واوښت

مزارشريف (پژواک ١٣ تله ۹۴): له تېرو دوو ورځو راهيسې د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته له کندوزه د سلو کورنيو په ګډون څه باندې زر کسان بې ځايه شوي دي.

پر کندوز د بريد له څلورمې ورځې د هوا او ځمکې له لارې د کندوز ولايت سلګونه اوسېدونکي مزارشريف ښار ته بې ځايه شوي، چې هوايي ډګر ته څېرمه د حاجيانو په تمځای کې ورته د شپې خونې برابرې شوې دي.

د بلخ ولايت د کډوالو رييس عبدالصبور قادري د تلې په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کندوزه بې ځايه شويو خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه له زرو ډېر کسان د هوا او ځمکې له لارې له کندوه د روانې جګړې له امله مزارشريف ښار ته راغلي دي.

د هغه په وينا، په دغو کسانو کې سل کورنۍ هم شاملې دي.

قادري وويل، يادو کسانو ته د ولايت مقام او د ځينو سوداګرو په مرسته، د شپې خونو تر څنګ روغتيايي اسانتياوې او درې وخته ډوډۍ ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، د يادو کسانو په ډله کې د ولايتي شورا وکيلان، ټيټ پوړي امنيتي او دولتي کارکوونکي او د مدني ټولنې غړي شامل دي.

د کندوز ښار د امام صيب بندر اوسېدونکي ګل نظر، چې له خپلې مېرمن او لور سره يې تېره ورځ د کندوز له جګړې ځان ويستی، پژواک ته وويل چې د جګړې له لومړۍ ورځې تر پنځمې يې هره شېبه مرګ له نږدې ليدلى دی.

نوموړي زياته کړه، په ښار کې د طالبانو له بريد سره برېښنا له منځه لاړه، د اوبو سيستم ويجاړ شو او د خوراک پيدا کېدو شونتياوې د نشت برابر شوې.

د هغه په خبره، د جګړې له وېرې له لوږې د وژل کېدو وېره ورځ په ورځ زياتېده.

ګل نظر په ژړغوني غږ وويل، چې د ځان او د کورنۍ د ژوند ژغورلو په موخه د کندوز له جګړې مزارشريف ته راغی.

د کندوز د ولايتي شورا منشي مېرمن استاد زرګل پژواک ته وويل، تصور يې نه کاوه، چې کندوز په دا ډول د وسله والو طالبانو له خوا سقوط وکړي.

login or register a new account.

Related Topics