مزارشريف (پژواک ١٣ تله ۹۴): له تېرو دوو ورځو راهيسې د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته له کندوزه د سلو کورنيو په ګډون څه باندې زر کسان بې ځايه شوي دي.
پر کندوز د بريد له څلورمې ورځې د هوا او ځمکې له لارې د کندوز ولايت سلګونه اوسېدونکي مزارشريف ښار ته بې ځايه شوي، چې هوايي ډګر ته څېرمه د حاجيانو په تمځای کې ورته د شپې خونې برابرې شوې دي.
د بلخ ولايت د کډوالو رييس عبدالصبور قادري د تلې په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کندوزه بې ځايه شويو خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه له زرو ډېر کسان د هوا او ځمکې له لارې له کندوه د روانې جګړې له امله مزارشريف ښار ته راغلي دي.
د هغه په وينا، په دغو کسانو کې سل کورنۍ هم شاملې دي.
قادري وويل، يادو کسانو ته د ولايت مقام او د ځينو سوداګرو په مرسته، د شپې خونو تر څنګ روغتيايي اسانتياوې او درې وخته ډوډۍ ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، د يادو کسانو په ډله کې د ولايتي شورا وکيلان، ټيټ پوړي امنيتي او دولتي کارکوونکي او د مدني ټولنې غړي شامل دي.
د کندوز ښار د امام صيب بندر اوسېدونکي ګل نظر، چې له خپلې مېرمن او لور سره يې تېره ورځ د کندوز له جګړې ځان ويستی، پژواک ته وويل چې د جګړې له لومړۍ ورځې تر پنځمې يې هره شېبه مرګ له نږدې ليدلى دی.
نوموړي زياته کړه، په ښار کې د طالبانو له بريد سره برېښنا له منځه لاړه، د اوبو سيستم ويجاړ شو او د خوراک پيدا کېدو شونتياوې د نشت برابر شوې.
د هغه په خبره، د جګړې له وېرې له لوږې د وژل کېدو وېره ورځ په ورځ زياتېده.
ګل نظر په ژړغوني غږ وويل، چې د ځان او د کورنۍ د ژوند ژغورلو په موخه د کندوز له جګړې مزارشريف ته راغی.
د کندوز د ولايتي شورا منشي مېرمن استاد زرګل پژواک ته وويل، تصور يې نه کاوه، چې کندوز په دا ډول د وسله والو طالبانو له خوا سقوط وکړي.
نوموړې پر کندوز د بريد له امله پر خلکو تېره شوې وېره او اوښتي زيانونه نه جبرانېدونکي وګڼل.
هغې د بلخ ولايت له دولتي مسوولينو مننه وکړه، چې د کندوز بې ځايه شويو ته يې د ځای ورکړې تر څنګ، ځينې اسانتياوې هم برابرې کړې دي.
مېرمن زرګل وويل، که حکومت په نورو ولايتونو کې هر څومره اسانتياوې برابرې کړي؛ خو د کندوز د خلکو وېره لا هم پر ځای پرته ده، ډېرو کسانو خپل کورونه پرې ايښي او يواځې د ځان په ويستو بريالي شوي، چې د کورنيو اندېښنې ورسره ملې دي.
د بلخ د مهاجرينو رييس وويل، د مزارشريف هوايي ډګر ته څېرمه د حاجيانو په تمځای کې زر بې ځايه شوي کسان ځای پر ځای شوي؛ خو له دې پرته هم په مزارشريف ښار کې د خپلو خپلوانو کره او په کرايي خونو کې د کندوز زيات شمېر بې ځايه شوي پراته دي.
نوموړي پر سوداګرو او د مرستندويه ټولنو غږ وکړ، چې د کندوز له خلکو سره مرسته وکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










