ګردېز (پژواک، ١٥ تله ٩٤): په پکتيا ولايت کې د کندوز له جنګ ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل شوه او له امنيتي ځواکونو د ملاتړ اعلان وشو.
د کندوز پر مرکز د وسله والو طالبانو د وروستيو بريدونو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې او ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د کندوز ولايت له جنګ ځپلو سره د مرستې راټولونې په غونډه کې د مدنې ټولنو غړو، د ولايتي شور استازو، ځوانانو او امنيتي ځواکونو برخه اخيستې وه.
د دې غونډې تنظيموونکي عاشق الله اخلاصيار پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له دې غونډې څخه زموږ هدف دا دى چې د کندوز له جنګ ځپلو سره مرستې راټولې کړو او هم د امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړو.))
د هغه په وينا، د مرستو راټولولو په موخه يو کمېسيون جوړ شوى چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به مرستې راټولې کړي او د کندوز جنګ ځپلو ته به يې واستوي.
په دې غونډه کې د پکتيا د سوداګرۍ خونې مشر ډاکتر نصير عالم يار وويل: ((موږ به په څو ورځو کې نور سوداګر هم دې ته تشويق کړو چې له جنګ ځپلو سره مرستې وکړي او له دې وړاندې هم په کابل کې د پکتيا سوداګرو يوه اندازه مرسته ټوله کړې ده.))
هغه وايي چې د کندوز له جنګ ځپلو سره به د نغدي مرستو تر څنګ د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې هم وشي.
عالم يار په خلکو غږ وکړ چې د کندوز له جنګ ځپلو هېڅ ډول مرستې ونه سپموي او ټاکل شوي کمېسيون ته دې وسپاري.
په ياده غونډه کې ګڼ شمېر کسانو د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ خبرې وکړې او ويې ويل چې له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي.
login or register a new account.