منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيا د ګمرک عوايد ډېر شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢١ تله ٩٤): د پکتيا د ګمرک چارواکي وايي چې په دې اداره کې يې د فساد مخه نيولې او له امله يې د تېر کال په پرتله د دغه ګمرک عوايد نږدې دوه برابره لوړ شوي دي.

د پکتيا د ګمرک لوی مدير صديق الله احمدخېل د تلې په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په دې اداره کې يې تر ډېره د اداري فساد مخه نيولې ده.

هغه وايي چې تېر کال د تلې په مياشت کې د دغه ګمرک وايد ٣٤٧ ميليونه افغانۍ وو، خو سږ کال په همدې مياشت کې ٦٢٠ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.

هغه د ګمرک د عوايدو د لوړوالي په برخه کې د امنيتي ځواکونو د همکارۍ په اړه وويل: ((امنيتي ځواکونه له موږ سره د هغو موټرو په نيولو او کنټرول کې مرسته کوي چې په ناقانونه توګه له دې لارو څخه تېرېدل.))

د هغه په وينا، په پکتيکا ولايت کې نا امني هم د دې لامل شوه چې سوداګر خپل توکي د پکتيا له لارې انتقال کړي او دغه کار هم د ګمرک پر عوايدو رغنده اغېز کړى دى.

د ده په خبره، په ګمرک کې د ښه او شفاف سيستم د فعالېدو له مخې هم د دغه ولايت عوايد زيات شوي دي.

خو د پکتيا د سوداګرۍ خونې مشر نصير عالميار وايي که چېرې د ګردېز- ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ لويه لاره ترانزيټ شي نو د پکتيا د ګمرک عوايد به له دې هم لوړ شي.

هغه زياته کړه: ((موږ څو څو ځلې په کابل کې اړوندو ادارو ته وړانديزونه کړي تر څو دغه لاره ترانزيټ کړي خو تر اوسه پورې چا مثبت ځواب نه دی راکړی.))

دی وايي، د ګردېز- ډنډپټان لويه لاره د تورخم په پرتله د کابل او کراچۍ تر منځ څو سوه کيلومتره لنډه ده، که دغه لار ترانزيټ شي نو ډېرى سوداګر به خپل مالونه له دې لارې راوړي.

عالم يار دا هم وويل چې اوس مهال د ګردېز پټان لويه لار اساسي جوړولو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال ډېرى سوداګر خپل سوداګريز توکي له کراچې ښاره تورخم او بيا له هغه ځايه افغانستان ته واردوي چې ډېرى وخت د ځينو ستونزو له امله سوداګريز توکي په تورخم بندر کې د څو اوونيو لپاره پاتې کېږي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد