Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو د زابل اړوند د کابل- کندهار د لويې لارې يو لوى پول الوځولى

کلات (پژاک، ٢١ تله ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په زابل ولايت کې د کابل- کندهار پر لويه لار يو لوى پول الوځولى دى.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د تلې په ٢١مه پژاک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د شاه جوى اړوند د بازرګان په سيمه کې وسله والو د کابل- کندهار د لويې لارې يو پول الوځولى دى.

د نوموړي په وينا، د دغه پول د نړېدو له امله د کابل- کندهار لويه لاره د يوې مودې لپاره بنده وه، خو د ملي اردو ځواکونو هلته استحکامي پول جوړ کړى دى او لاره بېرته پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ د حسن کارېز په سيمه کې د ملي اردو او وسله والو په جګړه کى يو طالب وژل شوى او وسله يې هم ترلاسه شوې ده.

د شاه جوى دوو اوسېدونکو نعيم او ميرزاخان وايي، د شاه جوى بازار د جګړې له وېرې تړل شوى او خلک په وېره کې دي.

خو د زابل د والي وياند وايي چې حالات تر کنټرول لاندې دي او ځيني دوکانونه د تبليغاتو له امله تړل شوي دي.

ده زياته کړه چې والي په خپله نن ښار ته وتلى و او د خلکو په منځ کې ګرځېده، هېڅ ستونزه نشته.

د زابل د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې  د کلات ختيځ ته د سپينې برګۍ او لوېديځ ته د پول سنګي په سيمو کې د پوليسو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.

سرچينه وايي تر اوسه تلفات نشته خو لاره بنده ده.

د کلات- کندهار د لويي لارې د امنيتي کنډک مسوول غلام فاروق وايي چې د کلات لوېديځ ته د پول سنګي سيمه کې پيل شوې جګړه پاى ته ورسېده، څلور وسله وال وژل شوي چې د دوو جسدونه هم له دوى سره دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، وسله والو مخالفينو د يادې لويې لارې په اوږدو کې د غزني مرکز ته نږدې هم يو پول الوځولى او لاره يې له تېرو دوو ورځو راهيسې بنده کړې ده. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.