Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دولت د چهاردرې او قلعه زال ولسوالۍ بېرته نيولې دي

کندوز (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز قلعه زال او چهاردره ولسوالۍ يې له طالبانو نيولې او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ وايي چې چهادره ولسوالۍ تېره شپه له څلورو خواوو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې په بشپړه توګه تر دولتي واک لاندې راغلې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات د هوايي بريدونو په ملتيا ترسره شوي چې طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اړولې او هره خوا يې لسګونه مړي پاتې دي.

جنګلباغ زياته کړه چې د طالبانو لسګونه نقليه وسيلې  هم له منځه تللې او طالبانو تښتېدلي دي.

امنيه قوماندان وويل چې امنيتي ځواکونه اوسمهال (نن سهار) د شکمنو ساحو تلاشۍ په حال کې دي او په امنيتي مرکزونو کې ځواکونه ځاى پر ځاى کوي.

له بلې خوا په شمال زون کې د ملي اردو د کومانډو لوا وياند جاوېد سليمي وويل چې په دغو عملياتو کې ملي اردو، کومانډو او ملي پوليسو ګډون کړى و چې ځواکونو او خلکو ته په کې څه زيان نه دى رسېدلى.

په کندوز کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن غلام سخي هم وويل چې د ځمکنيو ځواکونو د قوماندان تورن جرال مراد عملي مراد په مشرۍ په دغو عملياتو کې د ولسوالۍ ټول دولتي تاسيسات له طالبانو نيول شوي دي.

ملي دفاع وزارت هم وايي چې د ملي اردو د ځانګړو عملياتو فرقې منسوبينو د خپلو محاربوي عملياتو په بهير کې د کندوز ولايت د ولسواليو د بېرته نيولو او وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو په موخه عمليات پيل کړي چې تېره شپه يې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ هم بېرته نيولې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې همدا اوس په سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي چې ګڼو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو د ملي اردو کومانډو ځواکونو ته په کې هېڅ زيان نه دى رسېدلى.

د چهار درې د دمشاخ کلي اوسېدونکي نعمت الله وويل چې امنيتي ځواکونو سوځېدلې دولتي ودانۍ نيولې، خو بايد ټولې هغه سيمې په نښه کړي چې طالبانو له کندوز ښاره ترلاسه کړي پوځي وسايل او تجهيزات په کې خوندي کړي دي.

چهاردره دوه مياشتې وړاندې طالبانو نيولې وه او دولت يوه ورځ وروسته د چهاردرې مرکز ونيو، خو طالبان د ولسوالۍ په څنډو کې مېشت وو چې د تلې په شپږمه يې د کندوز د مرکز له بېرته نيولو سره يې د ولسوالۍ مرکز هم وبېرته ترلاسه کړ.

ځايي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو قلعه زال ولسوالي هم له سختې جګړې وروسته نيولې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.