منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دولت د چهاردرې او قلعه زال ولسوالۍ بېرته نيولې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

کندوز (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز قلعه زال او چهاردره ولسوالۍ يې له طالبانو نيولې او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ وايي چې چهادره ولسوالۍ تېره شپه له څلورو خواوو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې په بشپړه توګه تر دولتي واک لاندې راغلې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات د هوايي بريدونو په ملتيا ترسره شوي چې طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اړولې او هره خوا يې لسګونه مړي پاتې دي.

جنګلباغ زياته کړه چې د طالبانو لسګونه نقليه وسيلې  هم له منځه تللې او طالبانو تښتېدلي دي.

امنيه قوماندان وويل چې امنيتي ځواکونه اوسمهال (نن سهار) د شکمنو ساحو تلاشۍ په حال کې دي او په امنيتي مرکزونو کې ځواکونه ځاى پر ځاى کوي.

له بلې خوا په شمال زون کې د ملي اردو د کومانډو لوا وياند جاوېد سليمي وويل چې په دغو عملياتو کې ملي اردو، کومانډو او ملي پوليسو ګډون کړى و چې ځواکونو او خلکو ته په کې څه زيان نه دى رسېدلى.

په کندوز کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن غلام سخي هم وويل چې د ځمکنيو ځواکونو د قوماندان تورن جرال مراد عملي مراد په مشرۍ په دغو عملياتو کې د ولسوالۍ ټول دولتي تاسيسات له طالبانو نيول شوي دي.

ملي دفاع وزارت هم وايي چې د ملي اردو د ځانګړو عملياتو فرقې منسوبينو د خپلو محاربوي عملياتو په بهير کې د کندوز ولايت د ولسواليو د بېرته نيولو او وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو په موخه عمليات پيل کړي چې تېره شپه يې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ هم بېرته نيولې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې همدا اوس په سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي چې ګڼو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو د ملي اردو کومانډو ځواکونو ته په کې هېڅ زيان نه دى رسېدلى.

د چهار درې د دمشاخ کلي اوسېدونکي نعمت الله وويل چې امنيتي ځواکونو سوځېدلې دولتي ودانۍ نيولې، خو بايد ټولې هغه سيمې په نښه کړي چې طالبانو له کندوز ښاره ترلاسه کړي پوځي وسايل او تجهيزات په کې خوندي کړي دي.

چهاردره دوه مياشتې وړاندې طالبانو نيولې وه او دولت يوه ورځ وروسته د چهاردرې مرکز ونيو، خو طالبان د ولسوالۍ په څنډو کې مېشت وو چې د تلې په شپږمه يې د کندوز د مرکز له بېرته نيولو سره يې د ولسوالۍ مرکز هم وبېرته ترلاسه کړ.

ځايي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو قلعه زال ولسوالي هم له سختې جګړې وروسته نيولې ده.

د دې ولسوالۍ ولسوال محبوب الله سعيدي وويل چې دا ولسوالي له درى ساعته جګړې وروسته د طالبانو له واکه ايستل شوې او شاوخوا ٢٠ طالبان وژل شوي چې مړي يې د پېښې په ځاى کې پاتې دي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د ولسي پاڅون ځواکونو ګډون کړى و چې په ترڅ کې يې درى امنيتي ځواکونه وژل شوي او خلکو ته څه زيان نه دى رسېدلى.

قلعه زال ولسوالي تېره مېاشت طالبانو نيولې وه.

طالبانو تر اوسه د چهاردرې د له لاسه ورکولو په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا کوي چې طالبان لا هم په قلعه زال کې دي او دولتي ځواکونه له درنې مرګ ژوبلې وروسته شا تګ ته اړ شوي دي.

طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ليکلي چې سخته نښته روانه ده او طالبانو يک وټانک، درې دهشکې او کلاشنکوف تر لاسه کړي دي.

کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځواکونه د دوو اوونيو په ترڅ کې په تدريجي ډول وتوانېدل چې دا ښار بېرته له طالبان ونيسي. اوسمهال په ښار کې هټۍ پرانېستل شوې او هره  خوا د خلکو ګڼه ګوڼه ليدل کېږي

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت شمېرې څرګندوي چې په ټوليزه توګه  له شلو زرو  زياتې کورنۍ  چې څه باندې سل زره کسان کېږي، له کندوز ښاره تخار، بدخشان، پنجشېر، سمنګانو او کابل ولايتونو ته بې ځايه شوي دي چې کندوز ته يې بېرته ستنېدل دوام لري.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه