کندهار (پژواک، ٢٣ تله ٩٤): د کندهار د غورک ولسوالۍ له جګړې ځپلو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه.
شاوخوا ٢٤ کورنۍ چې د غړو شمېر يې تر سلو اوړي، درى ورځې وړاندې په غورک کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د سختې جګړې له امله کندهار ښار ته راکوچېدلې دي.
د دغو کورنيو غړي چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، په يو جوړ جامو کې په داسې حال کې په سختو لارو کندهار ښار ته راغلي چې د استوګنې لپاره ځاى او د خوراک لپاره هېڅ هم نه لري.
ښادمن خيريه بنسټ نه يوازې د دغو کورنيو د خوراک غم خوړلى، بلکې نن يې ورسره د بېلابېلو اړتيا وړ توکو مرسته هم وکړه.
د ښادمن خيريه بنسټ استازي سميع الله هلال پژواک خبري اژانس ته وويل، د غورک ولسوالۍ د بې ځايه شوو کورنيو ډېرى يې ماشومان او مېرمنې دي چې نارينه يې په ولسوالۍ کې د خپلو کورونو او باغونو د ساتلو په موخه پاتې شوي او پاتې غړو يې د جګړې له امله کندهار ښار ته پناه راوړې ده.
دى وايي، دا مهال يادې کورنۍ کوم سرپرست نه لري چې د خوراک او نورو اړتياوو غم يې وخوري، په همدې اساس ښادمن خيريه بنسټ لکه په کابل کې د کندوز له جګړه ځپلو کورنيو سره د مرستو په څېر د هغوى مرستې ته هم را ودانګل.
هغه زياته کړه، د کندهار د ملي سوداګر حکمت ښادمن په مشرۍ دغه خيريه بنسټ د غورک له دغو جګړه ځپلو کورنيو سره د ٢٤ قلمه بېلابېلو خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په کې کمپلې، د ګاز ډبې، غوړي، اوړه، چاى، بوره او بېلابېل نور توکي شامل دي.
دى وايي، دغه جګړه ځپلې کورنۍ به تر هغه مهاله د دوى مېلمانه وي چې په غورک کې جګړه ارامېږي او او هغوى بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
د غورک د جګړه ځپلو کورنيو له ډلې د صديقې په نوم يوې مېرمنې پژواک اژانس ته وويل، درې ورځې کېږي چې له غورک څخه يې د سختو جګړو له امله کندهار ښار ته پناه راوړې ده.
هغې زياته کړه، ګڼ شمېر کورنۍ د کندهار د امنيه قومندان له خوا د چورلکو په وسيله تر کندهار ښاره را رسول شوې او يو شمېر پر سختو لارو تر سلګونه کيلومتره پلي مزل وروسته دلته راغلې دي چې نه د استوګنې لپاره مناسب ځاى لري او نه هم خواړه.
دې د کندهاري سوداګر حکمت الله ښادمن څخه مننه وکړه چې د هغوى لاسنيوى يې وکړ او د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته يې ورسره وکړه.
دا وايي: ((تېرې دوې ورځې يې ماشومانو له اوبو سره وچه ډوډۍ خوړله، خو وروسته ياد شوي سوداګر نه يوازې د هغوى ماشومانو ته پخه ډوډۍ راوړه، بلکې د نورو توکو مرسته يې هم ورسره وکړه.))
login or register a new account.