منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۳ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ښادمن خيريه بنسټ د کندهار د غورک له بېځايه شوو سره مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۸ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٣ تله ٩٤): د کندهار د غورک ولسوالۍ له جګړې ځپلو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه.

شاوخوا ٢٤ کورنۍ چې د غړو شمېر يې تر سلو اوړي، درى ورځې وړاندې په غورک کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د سختې جګړې له امله کندهار ښار ته راکوچېدلې دي.

د دغو کورنيو غړي چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، په يو جوړ جامو کې په داسې حال کې په سختو لارو کندهار ښار ته راغلي چې د استوګنې لپاره ځاى او د خوراک لپاره هېڅ هم نه لري.

ښادمن خيريه بنسټ نه يوازې د دغو کورنيو د خوراک غم خوړلى، بلکې نن يې ورسره د بېلابېلو اړتيا وړ توکو مرسته هم وکړه.

د ښادمن خيريه بنسټ استازي سميع الله هلال پژواک خبري اژانس ته وويل، د غورک ولسوالۍ د بې ځايه شوو کورنيو ډېرى يې ماشومان او مېرمنې دي چې نارينه يې په ولسوالۍ کې د خپلو کورونو او باغونو د ساتلو په موخه پاتې شوي او پاتې غړو يې د جګړې له امله کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

دى وايي، دا مهال يادې کورنۍ کوم سرپرست نه لري چې د خوراک او نورو اړتياوو غم يې وخوري، په همدې اساس ښادمن خيريه بنسټ لکه په کابل کې د کندوز له جګړه ځپلو کورنيو سره د مرستو په څېر د هغوى مرستې ته هم را ودانګل.

هغه زياته کړه، د کندهار د ملي سوداګر حکمت ښادمن په مشرۍ دغه خيريه بنسټ د غورک له دغو جګړه ځپلو کورنيو سره د ٢٤ قلمه بېلابېلو خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په کې کمپلې، د ګاز ډبې، غوړي، اوړه، چاى، بوره او بېلابېل نور توکي شامل دي.

دى وايي، دغه جګړه ځپلې کورنۍ به تر هغه مهاله د دوى مېلمانه وي چې په غورک کې جګړه ارامېږي او او هغوى بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د غورک د جګړه ځپلو کورنيو له ډلې د صديقې په نوم يوې مېرمنې پژواک اژانس ته وويل، درې ورځې کېږي چې له غورک څخه يې د سختو جګړو له امله کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

هغې زياته کړه، ګڼ شمېر کورنۍ د کندهار د امنيه قومندان له خوا د چورلکو په وسيله تر کندهار ښاره را رسول شوې او يو شمېر پر سختو لارو تر سلګونه کيلومتره پلي مزل وروسته دلته راغلې دي چې نه د استوګنې لپاره مناسب ځاى لري او نه هم خواړه.

دې د کندهاري سوداګر حکمت الله ښادمن څخه مننه وکړه چې د هغوى لاسنيوى يې وکړ او د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته يې ورسره وکړه.

دا وايي: ((تېرې دوې ورځې يې ماشومانو له اوبو سره وچه ډوډۍ خوړله، خو وروسته ياد شوي سوداګر نه يوازې د هغوى ماشومانو ته پخه ډوډۍ راوړه، بلکې د نورو توکو مرسته يې هم ورسره وکړه.))

هغې له ښادمن خيريه بنسټ څخه مننه وکړه چې له هغوى سره يې مرسته وکړه او هغوى يې په دې سختو شېبو کې بې سرپرسته پرې نه ښودل.

د يادونې ده چې حکمت ښادمن په کابل کې د کندوز له بې ځايه شوو کورنيو سره هم پراخې مرستې کړې دي.

هغه د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يوه ٧ پوړيزه ودانۍد مياشتې په اته زره ډالره په کرايه نيولې او هلته يې د کندوز د بي ځايه شوو شاوخوا ١٥٠ کورنيو ته له تېرو څو ورځو راهيسې د ژوندانه اړينې اسانتياوې برابرې کړې دي.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد