منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيا ځينو قومي مشرانو د اشرف غني او عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

ګردېز (پژواک،٢٤تله٩٤): د پکتيا ځينو قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت د اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه.

د پکتيا د بېلابېلو قومونو مشرانو او د ولايتي شورا غړو، نن د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وويل، د اوسني حکومت مشرانو، هغه ژمنې چې د ټاکنو پرمهال يې خلکو سره کړې وې، يوه يې هم نه ده پرځاى کړې.

ده زياته کړه، د هېواد د ښېګڼې لپاره ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله بايد له خپلو دندو استعفا ورکړي.

د پکتيا قومي مشر پاچاخان ځدراڼ د ملي يووالي حکومت پر مشرانو نيوکې وکړې او ويې ويل، چې هغوى حکومت له ګډوډۍ سره مخامخ کړی او د خلکو په منځ کې يې وېره خوره کړې ده.

دى وايي، د حکومتي مشرانو ترمنځ اختلافات په هېواد کې ډېرې ستونزې زېږولې دي او دغه مشران د بهرنيو پر وړاندې هم ثابت سياسي دريځ نه لري.

د ده په خبره، که چېرې حالات همداسې دوام وکړي، نو لرې نه ده چې د ډېرو ولايتونو مرکزونه به طالبان ونيسي.

هغه وويل، د هېواد د نورو ولايتونو له قومي مخورو سره يې هم خبرې کړي او ډېر ژر به په ډېرو ولايتونو کې ورته غونډې جوړې شي، ترڅو دې روان حالت ته په ملي کچه د حل يوه لار پيدا کړي.

نوموړي هم ټينګار وکړ، چې په تېر يوه کال کې د حکومتي چارواکو کړنې بريالۍ نه وې، نو مشران يې بايد له خپلو دندو استعفا وکړي.

د پکتيا قومي مشر ګلزار زيارمل وويل، ولسونو په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته، زياتې قربانۍ يې ورکړې، خو حکومت د سياسي جوړجاړي له مخې جوړ شو.

دى زياتوي، د هېواد په ځانګړې توګه د پکتيا په کچه ناامني او بې کاري زياته شوې، چې امله يې ځوانان نورو هېوادونو ته د سفر کولو لپاره اړ کېږي.

د ګلزار په خبره، د حکومت دواړه مشران په خپلو دندو کې پاتې راغلي او په کار ده، چې نور استعفا وکړي او ملت ته نورې ستونزې جوړې نه کړي.

تېر کال د تلې مياشتې په ٧مه، د سياسي جوړجاړي له مخې محمد اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د حکومت د اجرايه مشر په توګه اعلان شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست