Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترهګريزو کړنو په تور پنځه تنه ونيول شول

کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست ويلي، په تخار کې د طالبانو د نومول شوي والي پنځه کسان يې چې په ترهګريزو کړنو تورن دي، نيولي دي.

د يادې ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کسان په دوو بېلابېلو عملياتو کې د تخار ولايت د دښت کلا او خواجه غار ولسواليو په اړوندو سيمو کې نيول شوي دي.

ملي امنيت د دغو کسانو د نيولو له نېټې ښودلو پرته زياته کړې، نيول شوي کسان د دغه ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي قاري امين الله طيب کسان دي.

د يادې خبرپاڼې په دوام کې څرګنده شوې، چې تورن کسان د دغه ولايت اصلي اوسېدونکي دي، چې د دولتي کارکوونکو په ترور، د سړک غاړې ماينونو په خښولو او د ښوونځيو په سوځولو کې يې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې د دغو کسانو نومونه عبدالرزاق چې مستعار نوم يې (عسکر)، محمد طيب (عاشق الله)، محمد رسول، خادم الله (خنجر) او سميع الله (صبور) ياد شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

 

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.