کندوز (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د کندوز ښار په جګړه کې شاوخوا ٧٠ ملکي وګړي وژل شوي او ١٨٠ نور ژوبل شوي دي، د قربانيانو کورنۍ د دې پېښې د عاملانو د مجازات غوښتنه کوي.
د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د کندوز ښار په جګړه کې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون شاوخوا ٧٠ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ١٨٠ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې دا مرګ ژوبله له کورونو د تېښتې، پر کورونو د مرمۍ لګېدو او نورو مواردو په سبب رامنځته شوې ده.
دانشي په ډاګه کړه چې دا شمېره د سيمه ييزو چارواکو، امنيتي او کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوې چې لومړني دي او د کره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د کندوز سرپرست والي زياته کړه چې ځينې کورنۍ د طالبانو له خوا د کندوز له نيولو تر اوسه لا درکه دي او دا معلومه نه ده چې هغوى وژل شوې او که نورو ولايتونو ته تللې دي.
د قربانيانو کورنيو له دولت نه غوښتنه وکړه چې د کندوز د سقوط عاملين او هغوى چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شول، وپېژني او محاکمه يې کړي.
د کندوز ښار د صد فاميلۍ ساحې يو اوسېدونکي عبدالغفور چې دوه زامن يې له لاسه ورکړي، وويل چې ٩ کلن او ١٣ کلن زامن يې د وچې ډوډۍ پېرلو لپاره له کوره وتلي وو چې ووژل شول.
هغه چې د کندوز ښار په يوه ښوونځي کې ښوونکى دى وايي: ((اولادونو ته مې پيسې ورکړې چې ورشئ، ډودۍ راوړئ چې وږې ګېډې پرې مړې کړو، خو د ښکېلو ډلو له خوا په بې رحمۍ ووژل شول.))
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين وويل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره د سيمه ييزو چارواکو له معلوماتو اوچته ده؛ ځکه چې ډېره مرګ ژوبله او زيان ملکي وګړو ته رسېدلى او لا هم د طالبانو له خوا د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.
هغه زياته کړه: ((طالبانو او امنيتي ځواکونو د کورني په هر هغه غړي ډزې کولې چې له کوره راووځي، سره له دې چې د ملکي مرګ ژوبلې کره شمېره په واک کې نه لرم، خو ويلى شم چې سلګونه ملکي وګړي به وژل شوي وي.))
د کندوز ولايتي شورا مرستيال له مسوولو چارواکو غوښتنه وکړه چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او زيانونو په په اړه دوى ته بشپړه کړي او له دې کورنيو سره ژر تر ژره همکاري وشي.
په کندوز کې د شمال ختيځ زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر حيات الله اميري هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې له کابل نه د بشري سرغړونو د څېړنې څرنګوالي په موخه يو پلاوى کندوز ته ورغلى او خپل معلوماتي يې بشپړ کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP