کندوز (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د کندوز ښار په جګړه کې شاوخوا ٧٠ ملکي وګړي وژل شوي او ١٨٠ نور ژوبل شوي دي، د قربانيانو کورنۍ د دې پېښې د عاملانو د مجازات غوښتنه کوي.
د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د کندوز ښار په جګړه کې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون شاوخوا ٧٠ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ١٨٠ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې دا مرګ ژوبله له کورونو د تېښتې، پر کورونو د مرمۍ لګېدو او نورو مواردو په سبب رامنځته شوې ده.
دانشي په ډاګه کړه چې دا شمېره د سيمه ييزو چارواکو، امنيتي او کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوې چې لومړني دي او د کره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د کندوز سرپرست والي زياته کړه چې ځينې کورنۍ د طالبانو له خوا د کندوز له نيولو تر اوسه لا درکه دي او دا معلومه نه ده چې هغوى وژل شوې او که نورو ولايتونو ته تللې دي.
د قربانيانو کورنيو له دولت نه غوښتنه وکړه چې د کندوز د سقوط عاملين او هغوى چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شول، وپېژني او محاکمه يې کړي.
د کندوز ښار د صد فاميلۍ ساحې يو اوسېدونکي عبدالغفور چې دوه زامن يې له لاسه ورکړي، وويل چې ٩ کلن او ١٣ کلن زامن يې د وچې ډوډۍ پېرلو لپاره له کوره وتلي وو چې ووژل شول.
هغه چې د کندوز ښار په يوه ښوونځي کې ښوونکى دى وايي: ((اولادونو ته مې پيسې ورکړې چې ورشئ، ډودۍ راوړئ چې وږې ګېډې پرې مړې کړو، خو د ښکېلو ډلو له خوا په بې رحمۍ ووژل شول.))
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين وويل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره د سيمه ييزو چارواکو له معلوماتو اوچته ده؛ ځکه چې ډېره مرګ ژوبله او زيان ملکي وګړو ته رسېدلى او لا هم د طالبانو له خوا د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.
هغه زياته کړه: ((طالبانو او امنيتي ځواکونو د کورني په هر هغه غړي ډزې کولې چې له کوره راووځي، سره له دې چې د ملکي مرګ ژوبلې کره شمېره په واک کې نه لرم، خو ويلى شم چې سلګونه ملکي وګړي به وژل شوي وي.))
د کندوز ولايتي شورا مرستيال له مسوولو چارواکو غوښتنه وکړه چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او زيانونو په په اړه دوى ته بشپړه کړي او له دې کورنيو سره ژر تر ژره همکاري وشي.
په کندوز کې د شمال ختيځ زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر حيات الله اميري هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې له کابل نه د بشري سرغړونو د څېړنې څرنګوالي په موخه يو پلاوى کندوز ته ورغلى او خپل معلوماتي يې بشپړ کړي دي.
اميري زياته کړه چې دغه کمېسيون په کابل کې د دوى د مرکزي دفتر له خوا خپور شوى، خو د کمېسيون ولايتي دفتر يې په اړه پوره معلومات نه لري.
د ده په خبره، د طالبانو له خوا د کندوز د نيولو پر مهال د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د دفتر ټول اسناد، وسايل او تجهيزات د طالبانو له خوا سوځول شوي.
د کندوز ولايت سرپرست والي وويل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر څنګ ٢١ امنيتي ځواکونه هم وژل شوي او ٧٠ نور ژوبل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ٦٧٠ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ٣٤٥ نور ژوبل شوي دي.
دانشي وويل: ((په وژل شوو کې د پاکستانيانو، عرب، چيچين او ازبکستاني وګړو په ګډون لسګونه بهرني وګړي هم د جګړې په ميدان کې ليدل شوي دي.))
د ويلو ده چې تېره اوونۍ د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په وروستيو دوو اوونيو کې د کندوز روغتيايي مرکزونو ته د کندوز له جګړې ٩٠ مړي او زر ټپيان ور وړل شوي چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.
وروسته له هغه چې د کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد، څه باندې ٢٠ زره کندوزي کورنۍ تخار، بدخشان، بغلان، پنجشير، سمنګان او نورو ولايتونو ته بې ځايه شوې.د کندوز جګړې شخصي او دولتي تاسيساتو ته ميليونونه ډالر زيان هم اړولى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










