ښرنه (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د پکتيکا اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکترانو د نه شتون له امله ناروغې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو او نا امنو ولايتونو څخه دى.
د دغه ولايت د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نيازمحمد د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټول ولايت کې يوه ښځينه ډاکتره نشته او د دغه ولايت اوسېدونکو ته اړين روغتيايي خدمتونه هم نه وړاندې کېږي.
هغه وايي: ((په دغه ولايت کې روغتيايې خدمتونه لکه څنګه چې لازمه ده په هغه شکل نه وړاندي کيږي، خلک خپل ناروغان غزني، کابل او يا هم پاکستان ته د تداوۍ لپاره وړي.))
د مرکز ښرنې اوسېدونکي عبدالعزيز پژواک ته وويل: ((په ټوله پکتيکا کې يوه ښځينه ډاکتره نشته، ښځې د درملنې لپاره نارينه ډاکترانو ته ورځي.))
دغه راز د پکتيکا په مرکزي روغتون کې د ناز بي بي په نوم يوې ناروغې پژواک ته وويل: ((دلته ښځينه ډاکترانې نشته، موږ ډېرى وخت مريضي په ځان تېروو، ځکه کورنۍ راته د درملنې په موخه نارينه ډاکتر ته د تګ اجازه نه راکوي.))
د هغې د معلوماتو له مخې، د ښرنې په مرکز روغتون کې د ګوتو په شمېر څو تنه نجونې کار کوي خو ډاکترانې نه دي او يواځې له ناروغ سره لومړنۍ مرستې کوي.
د اورګون ولسوالۍ قومي مشر حاجي سيدجان پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښځينه او مسلکي ډاکترانو د نه شتون له امله د مور او ماشوم د مړينې کچه هم لوړه شوې ده.
يادو ټولو کسانو له حکومته غوښتنه کوله چې د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره اړين روغتيايي خدمتونه برابر کړي.
د ګومل ولسوالۍ اوسيدونکي ميرداد بيا وايي چې په دې ولسوالۍ کې اړين روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي نو ځکه د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ښرنې مرکزې روغتون ته ورځي.
هغه زياته کړه: ((موږ له ښرنې ډېر لرې يو، په ژمي کې خلک هلته نه شي ورتلى نو ډېر خلک د ژمي لپاره دوا ذخيره کوي او بيا يې پر خپل سر ناروغ ته ورکوي.))
دغه راز د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکتر ولي ګل هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ښځينه ډاکترانې شتون نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن