منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پکتيکا کې يوه ښځينه ډاکتره هم نشته

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د پکتيکا اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکترانو د نه شتون له امله ناروغې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو او نا امنو ولايتونو څخه دى.

د دغه ولايت د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نيازمحمد د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټول ولايت کې يوه ښځينه ډاکتره نشته او  د دغه ولايت اوسېدونکو ته اړين روغتيايي خدمتونه هم نه وړاندې کېږي.

هغه وايي: ((په دغه ولايت کې روغتيايې خدمتونه لکه څنګه چې لازمه ده په هغه شکل نه وړاندي کيږي، خلک خپل ناروغان غزني، کابل او يا هم پاکستان ته د تداوۍ لپاره وړي.))

د مرکز ښرنې اوسېدونکي عبدالعزيز پژواک ته وويل: ((په ټوله پکتيکا کې يوه ښځينه ډاکتره نشته، ښځې د درملنې لپاره نارينه ډاکترانو ته ورځي.))

دغه راز د پکتيکا په مرکزي روغتون کې د ناز بي بي په نوم يوې ناروغې پژواک ته وويل: ((دلته ښځينه ډاکترانې نشته، موږ ډېرى وخت مريضي په ځان تېروو، ځکه کورنۍ راته د درملنې په موخه نارينه ډاکتر ته د تګ اجازه نه راکوي.))

د هغې د معلوماتو له مخې، د ښرنې په مرکز روغتون کې د ګوتو په شمېر څو تنه نجونې کار کوي خو ډاکترانې نه دي او يواځې له ناروغ سره لومړنۍ مرستې کوي.

د اورګون ولسوالۍ قومي مشر حاجي سيدجان پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښځينه او مسلکي ډاکترانو د نه شتون له امله د مور او ماشوم د مړينې کچه هم لوړه شوې ده.

يادو ټولو کسانو له حکومته غوښتنه کوله چې د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره اړين روغتيايي خدمتونه برابر کړي.

د ګومل ولسوالۍ اوسيدونکي ميرداد بيا وايي چې په دې ولسوالۍ کې اړين روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي نو ځکه د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ښرنې مرکزې روغتون ته ورځي.

هغه زياته کړه: ((موږ له ښرنې ډېر لرې يو، په ژمي کې خلک هلته نه شي ورتلى نو ډېر خلک د ژمي لپاره دوا ذخيره کوي او بيا يې پر خپل سر ناروغ ته ورکوي.))

دغه راز د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکتر ولي ګل هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ښځينه ډاکترانې شتون نه لري.

هغه وويل: ((اصلي علت يې دا دى چې خلک فکر کوي دغه ولايت نا امنه دى خو تر ډېرو ولايتونو يې امنيت ښه دى خو بيا هم ښځينه ډاکترانې نشته.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټوله پکتيکا کې ٣٥روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې په يو کې هم ښځينه ډاکترانې شتون نه لري.

ده وويل چې د يادو روغتيايي مرکزونو له ډلې څخه ١٣ يې ودانۍ نه لري او په کرايې کورونو خلکو ته روغتيايې خدمتونه وړاندې کوي.

هغه وايي چې يادې ستونزې يې د عامې روغتيا له وزارت او نورو اړوندو ادارو سره شريکې کړې خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د پکتيکا والي امين شارق هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکترانو د نه شتون تر څنګ خلکو ته اړين روغتيايې خدمات هم نه وړاندې کېږي.

هغه زياته کړه: ((که دلته کومه ښځه ډاکتره راشي نو موږ چمتو يو ښه معاش هم ورکړو.))

شارق وايي چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې له اړوندو ارګانونو سره خبرې پيل کړې دي.

د پکتيکا تر څنګ د ښځينه ډاکترانو د نه شتون له ستونزې سره په نورو ولايتونو کې هم خلک مخ دي او دغه کسان خپل ناروغان د درملنې په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته بيايي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا