ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پاکستان به په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅوو

امريکا: پاکستان به په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅوو

author avatar
21 Oct 2015 - 11:12
امريکا: پاکستان به په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅوو
author avatar
21 Oct 2015 - 11:12

واشنګټن (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما به د پاکستان لومړى وزير نوازشريف وهڅوي چې د افغان سولې پروسه کې خپل ډېر رول ولوبوي.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په يوه رسمي څلور ورځنۍ سفر پرون واشنګټن ته رسېدلى دى او ټاکل شوې چې د ولسمشر بارک اوباما تر څنګ د دغه هېواد له ګڼ شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې بارک اوباما به د پاکستان لومړى وزير وهڅوي چې د افغان سولې په پروسه کې اسانتياوې برابرې کړي.

هغه زياته کړې : ((د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لومړى پړاو خبرې هم د پاکستان په همکارۍ په اسلام اباد کې ترسره شوې وې.))

د سپينې ماڼۍ وياند وايي، د پاکستان حکومت پوهېږي چې دا پروسه څومره مهمه او اړينه ده، اوس نو دوى بايد  د دې پروسې د بيا پيلېدو لپاره همکاري وکړي.

ارنسـټ ويلي چې امريکا له پاکستان سره مهم سياسي او پوځي اړيکې لري او د هغه په دغه سفر کې به هڅه وشي چې دا اړيکې نورې هم پياوړې شي.

د يادونې ده، د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په منځګړيتوب، د امريکا او چين په نظارت کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې لومړى پړاو خبرې اترې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه چې د زمري په اتمه د دويم پړاو خبرې هم ترسره شوې، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته دا لړۍ بنده شوه او افغان حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته د پاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.