Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز ښاريان د جګړې د زيانونو جبران غواړي

کندوز (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د کندزو ښار جګړې  ټولګټو، شخصي او دولتي  تاسيساتو ته ميليونونه ډالر زيان اړولى، خو کره شمېرې به يې ډېر ژر د دوو کمېسيونونو له خوا اعلان شي.

کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځوکونو درې ورځې وروسته د ښار ځينې سيمې او دوې اوونۍ وروسته ټول ښار له طالبانو بېرته ونيو او اوسمهال د دغه ښار وضعيت عادي بڼه خپله کړې ده.

دې جګړې طالبانو، خلکو او امنيتي ځواکونو ته له ګڼې مرګ ژوبلې سربېره، درانه زيانونه هم اړولي دي.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي چې طالبانو د کندوز د سقوط پر مهال لسګونه شخصي کورونه، لوړ پوړيزې ودانۍ، عامه ځايونه، هټۍ، سوداګريز مارکېټونه، بانکونه، د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر په ګډون بهرني دفترونه او دولتي تاسيسات ويجاړ شوي او يا هم سوځېدلي دي.

 

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دولتي ادارو، د ښاري پراختيا رياست، د کليو پراختيا رياست، ښاروالۍ، کرنې رياست، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د سپين زر يادونه کولى شي او په مارکېټونو کې د عزيزي سوداګريز مارکېټ شامل دى.

دانشي رامنځته شوي زيانونه لسګونه ميليونه ډالر وښودل او زياته يې کړه چې د زيانونو د تثبيت لپاره يو کمېسيون د ولايت او يو  هم د کابل له خوا د شمېرو د ټولولو لپاره ګومارل شوي دي.

د کندوز ولايت سرپرست وويل: ((د دغو زيانونو کره شمېره به د دې دوو کمېسيونونو د کار له پاى ته رسېدو وروسته څرګنده شي.))

د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وويل چې د کندوز ښار جګړې خلک پنځلس کاله (د طالبان د حکومت زمانه) شا ته کړل.

هغه وويل، د معلوماتو له مخې شاوخوا ٣٠٠ هستوګنيز کورونه او دولتي تاسيسات يا سوځېدلي او يا هم ويجاړ شوي چې ټول يې بيارغونې او ترميم ته اړتيا لري.

د ولايتي شورا مرستيال د غضنفر او باختر په نومونو خصوصي بانکونو او ځينو سوداګريزو مارکېټونو سوځېدو ته په اشاره وويل: ((زموږ سوداګر، هټۍ وال، پوليس، مامورين، کروندګر او عادي کسان ټول در په در خاورې پر سر شول، کندوز د افغانستان د کندو اهميت درلود، نه يواځې چې دا نوم يې وبايله، بلکې بڼه يې بدله شوه.))

هغه زياته کړه چې کندوز يو کرنيز او صنعتي ولايت و، حکومت بايد ډېر ژر د ټولو برخو په بېرته فعالولو کې اقدام وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.