منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز ښاريان د جګړې د زيانونو جبران غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کندوز (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د کندزو ښار جګړې  ټولګټو، شخصي او دولتي  تاسيساتو ته ميليونونه ډالر زيان اړولى، خو کره شمېرې به يې ډېر ژر د دوو کمېسيونونو له خوا اعلان شي.

کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځوکونو درې ورځې وروسته د ښار ځينې سيمې او دوې اوونۍ وروسته ټول ښار له طالبانو بېرته ونيو او اوسمهال د دغه ښار وضعيت عادي بڼه خپله کړې ده.

دې جګړې طالبانو، خلکو او امنيتي ځواکونو ته له ګڼې مرګ ژوبلې سربېره، درانه زيانونه هم اړولي دي.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي چې طالبانو د کندوز د سقوط پر مهال لسګونه شخصي کورونه، لوړ پوړيزې ودانۍ، عامه ځايونه، هټۍ، سوداګريز مارکېټونه، بانکونه، د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر په ګډون بهرني دفترونه او دولتي تاسيسات ويجاړ شوي او يا هم سوځېدلي دي.

 

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دولتي ادارو، د ښاري پراختيا رياست، د کليو پراختيا رياست، ښاروالۍ، کرنې رياست، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د سپين زر يادونه کولى شي او په مارکېټونو کې د عزيزي سوداګريز مارکېټ شامل دى.

دانشي رامنځته شوي زيانونه لسګونه ميليونه ډالر وښودل او زياته يې کړه چې د زيانونو د تثبيت لپاره يو کمېسيون د ولايت او يو  هم د کابل له خوا د شمېرو د ټولولو لپاره ګومارل شوي دي.

د کندوز ولايت سرپرست وويل: ((د دغو زيانونو کره شمېره به د دې دوو کمېسيونونو د کار له پاى ته رسېدو وروسته څرګنده شي.))

د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وويل چې د کندوز ښار جګړې خلک پنځلس کاله (د طالبان د حکومت زمانه) شا ته کړل.

هغه وويل، د معلوماتو له مخې شاوخوا ٣٠٠ هستوګنيز کورونه او دولتي تاسيسات يا سوځېدلي او يا هم ويجاړ شوي چې ټول يې بيارغونې او ترميم ته اړتيا لري.

د ولايتي شورا مرستيال د غضنفر او باختر په نومونو خصوصي بانکونو او ځينو سوداګريزو مارکېټونو سوځېدو ته په اشاره وويل: ((زموږ سوداګر، هټۍ وال، پوليس، مامورين، کروندګر او عادي کسان ټول در په در خاورې پر سر شول، کندوز د افغانستان د کندو اهميت درلود، نه يواځې چې دا نوم يې وبايله، بلکې بڼه يې بدله شوه.))

هغه زياته کړه چې کندوز يو کرنيز او صنعتي ولايت و، حکومت بايد ډېر ژر د ټولو برخو په بېرته فعالولو کې اقدام وکړي.

د کندوز ښار زيانمن د مرستو غوښتنه کوي.

عبدالمالک چې د کندزو ښار په عزيزي مارکېټ کې پنځه هټۍ لري، وويل چې د دغه مارکېټ ټولې ٥٠ هټۍ سوځېدلې وې، هټۍ والو ته پنځوس ميليونه او خپله ده ته د پنځو هټيو د سوځېدو له امله درى ميليون ډالره زيان اوښتى دى.

د کندوز ښار يوه بل اوسېدونکي سيد ابرار ادعا وکړه چې دوه پوړيز کور يې د جګړې په پايله کې سوځېدلى او د کور ټول وسايل يې هم د اور خوراک شوي چې ټوليز زيان يې يو ميليون ډالر کېږي.

دې اوسېدونکي وويل چې صرافي لري، له هېچا سره يې شخصي دښمني نه وه او بايد چې کور يې نه وى سوځول شوى.

د کندوز ولايت سرپرست وويل چې حکومت په پام کې لري د دې پېښې د څېړونکي کمېسيون د څېړنې په پاى کې خپل راپور ارګ ته وړاندې کړي او له زيانمنو سره مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې، پخوا ويلي وو چې د کندوز ښار له لاسه وتو او د جګړې دوام په ورځني ډول دغه ولايت ته شاوخوا درى ميليون ډالره زيان رسوي.

د دغه بنسټ په خبره، ٦٥٠٠ مغازې، تر ٥٠٠ کوچني او لوى شرکتونه، ٥٠ توليدي کارخانې او څو خصوصي بانکونه په دې ولايت کې فعال وو چې ورځنى زيان يې يونيم ميليون ډالرو ته رسېږي.

د دې تر څنګ په کندوز کې کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ او حمل و نقل برخو ته هم زيانونه رسېدلي چې ورځنى اندازه يې يو نيم ميليون ډالره کېږي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه