Language

د پکتيا اوسېدونکي : سږکال د جلغوزو حاصلات ډير دي خو بيه يې ټيټه ده

ګردېز(پژواک،٣لړم٩٤): د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې سږکال په دې ولايت کې د جلغوزو حاصلات ښه دي، خو د خرڅلاو لپاره يې د بازار له نشتون سره مخ دي.

د پکتيا ولايت د يو شمېر نورو سيمو ترڅنګ په اريوب ځاځي، څمکني، جاني خېلو او ډنډپټان ولسواليو کې په لوړه کچه جلغوزي پيدا کيږي.

دجاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي مامورجان منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال په دې ولسوالۍ کې د نورو کلونو په پرتله د جلغوزو د حاصلاتو کچه لوړه ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، يو من (٧ کيلو) جلغوزي دوى په پنځه زره افغانۍ په پاکستاني سوداګرو پلوري.

خو دى وايي چې د پاکستان په بنو بازار کې تر پروسس وروسته د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نوم چين او نورو هېوادونو ته صادريږي.

هغه زياته کړه : (( که موږ ته دلته د پروسس مرکز جوړ شي نو موږ به دغه جلغوزي بيا په لوړه بيه په نورو هېوادونو وپلورو چې ګټه يې هم موږ او هم دولت ته ده.))

دغه راز د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي محمدي خان هم پژواک ته وويل چې سږکال د جلغوزو حاصلات ښه دي، خو د خرڅلاو بېه يې ټيټه ده .

هغه وويل : (( د جلغوزو د حاصلاتو د راټولو په وخت  کې د پولې  ها خوا سيمو څخه خلک راځي او دلته يې له خلکو څخه په ډيره کمه بيه اخلي.))

نوموړی وايي چې دوى يو من جلغوزي په پنځه زره افغانۍ ورکوي خو پاکستاني سوداګر يې بيا د دولس زره افغانيو په معادل  روپيو د نورو هيوادونو پر سوداګرو پلوري.

د پکتيا يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس نصير عالم يار پژواک ته وويل چې سږکال يواځې د پکتيا له سرحدي سيمو څخه د ٥٠ ميليونو افغانيو په ارزښت جلغوزي پلورل شوي دي.

ده هم وويل چې د افغانستان جلغوزي پاکستان ته تر وارديدو وروسته د پاکستان په نوم نورو هيوادنو ته وړل کيږي.

login or register a new account.

Related Topics