ژبه

په واده کې د شخړې له امله درى کسان وژل شوي

احمد فريد تنها

۶ لړم ۱۳۹۴ - ۱۲:۰۵

Views: ۷۶

چاريکار (پژواک، ٦ لړم ٩٤): تېر ماښام د پروان د بګرام ولسوالۍ په خانقاه سيمه کې د واده د مراسمو پر مهال په وسله واله شخړه کې د پوليسو د يو افسر په ګډون درى کسان وژل شوي دي.

د سيمې يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د يوه کلاشينکوف پر سر رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د خانقاه سيمې اوسېدونکي بهاوالدين د همدې سيمې بل اوسېدونکي ملا ياقوت ته مخکې يو ميل کلاشينکوف ورکړى و او تېر ماښام د واده په مراسمو کې بهاوالدين د ياقوت د تره زوى ته وويل چې کلاشينکوف بېرته ورکړي.

دى وايي، له همدې امله د يادو کسانو تر منځ لومړى لفظي شخړه وشوه او بيا بهاوالدين د ياقوت د تره پر زوى ډزې وکړې چې له امله يې د پوليسو يو افسر چې د واده مراسمو ته ورغلى و، خو په شخړه کې شامل نه و، ووژل شو.

د هغه په وينا، پر دې ډزو د ياقوت د تره زوى هم ټپي شو، خو په ټپي حالت کې يې ډزې وکړې او بهاوالدين يې وواژه. دى وايي چې وروسته د ياقوت د تره زوى هم د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم وايي چې په دې شخړه کې ياد درى کسان وژل شوي دي.

هغه وويل چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

پروان کې تر دې وړاندې هم د واده په مراسمو کې خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي.

د تېرې مياشتې په ١٨مه په بګرام کې د واده په مراسمو کې د هوايي ډزو پر مهال درى تنه ووژل شول او دوه ښځې ټپيانې شوې.

دغه راز د روان کال د وږي په ٢٥مه شپه د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې دوو ناپېژاندو وسله والو د واده په مراسمو کې دوه تنه ووژل او درى نور يې ټپيان کړل.

او د ١٣٨٧ کال په ليندۍ مياشت کې د پروان د مرکز اړوند په اختچي سيمه کې هم د واده پر مراسمو د لاسي بم په بريد کې شپږ تنه وژل شوي وو او ٥٦ نور ټپيان وو.

login or register a new account.