Language

چارواکي : پکتيا کې د طالبانو له لوري تړل شوې لارې مو خلاصې کړې

ګردېز (پژواک،٩ لړم٩٤): د پکتيا چارواکي وايي، په دې ولايت کې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې لارې يې بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصې کړې دي.

وسله والو طالبانو، تېره ورځ د ګردېز_ پټان او نن د ګردېز - زرمت لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړلې وې.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي، نن (د لړم ٩مه) خبريالانو ته وويل، طالبانو د ګردېز_پټان لويه لار د احمدخېلو ولسوالۍ په شواټ سيمه کې تړلې وه، چې له امله يې د شپږو ولسواليو لويه لار له مرکز ګردېز سره پرې شوې وه.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې دغه لار، نن بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه کړه.

هغه وايي: ((طالبانو په دې لاره کې بمونه ايښي وو او ډېر ځايونه يې ويجاړ کړي هم دي، خو زموږ ټيمونه کار کوي، د لارې ټولې ستونزې به حل کړي.))

دغه راز هغه وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د ګردېز_زرمت لويه لار هم د خلکو پرمخ تړلې وه.

دى وايي: ((په څو ځايونو کې ماينونه ايښي وو او لاره يې بنده کړې وه، خو زموږ ځواکونو دغه لار هم بېرته خلاصه کړه.))

د سهي په وينا، امنيتي ځواکونو د جاني خېلو او احمدخېلو ولسواليو ترڅنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي دي.

 د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تړل شوې لار خلاصه کړې خو اوس هم امنيتي ستونزې شتون لري.

هغه له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينه پاملرنه وکړي.

طالبانو تراوسه د يادې لارې د خلاصون په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics