Language

غزني کې د بدمنتون لوبغاړې د امکاناتو غوښتنه کوي

غزني ښار(پژواک، ۱۱ لړم ۹۴): په غزني ولايت کې د بدمنتون ورزشکارانې وايي که اړين امکانات ورته برابر شي نو دوى به وکولاى شي په هېواد دننه او بهر کې ښې لاسته راوړنې ولري.

په غزني کې د بدمنتون لوبډلمشرې هما رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت د بدمنتون لوبغاړي اړين امکانات نه لري تر څو وکولاى شي د سياليو لپاره چمتووالى ونيسي.

خو هغې زياته کړه : (( غزني یو نا امن ولایت دي خو نجوني يې په سیالۍ کې برخه اخلي چې دا يوه لويه خبره ده.))

دې وويل که چيرې په غزني کې د بدمنتون ښځينه لوبغاړو ته اړين امکانات برابر شي څو ښې لاسته راوړنې ولري.

په غزني کې د بدمنتون لوبغاړې نسرين پژواک ته وويل: ((په اوله کې موږ ته کورنيو اجازه نه راکوله خو اوس يواځې د لوبغالي او ورزشي کاليو د نه شتون په برخه کې ستونزې لرو.))

د هغې په وينا که چېرې په دې ولايت کې د بدمنتون د لوبغاړو ستونزې هوارې شي نو دغه لوبغاړي به وکولاى شي په هيواد دننه او بهر کې ښې لاسته راوړنې ولري.

په غزني کې د المپيک امريت مرستيال ذاکر حسين هم پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د بدمنتون ښځينه لوبغاړي د ځاى د نه شتون تر څنګ ځيني نورې ستونزې هم لري.

خو ده وويل چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې په کابل کې د المپيک له رياست سره خبرې کړې او ډېر ژر به دغه ستونزې هوارې شي.

د حسين د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د نارينه وو تر څنګ د سلو په شاوخوا کې نجونې هم په بېلابېلو برخو کې په ورزش بوختې دي.

د يادې ونې ده، څه موده وړاندې په کابل کې د کابل د څلورو لوبډلو او ٢٠ ولايتونو تر منځ د بدمنتون سيالۍ ترسره شوې چې په دې سياليو کې د غزني لوبډلې وکولاى شول درېيم ځاى خپل کړي.

بدمنتون هغه لوبه ده چې د دوو يا څلورو لوبغاړو له خوا د جالۍ دارې ډنډې په وسيله پر لرونکى توپ وهي او دا معمولاً په سر پټو سالونونو کې ترسره کېږي.

login or register a new account.