کندوز (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): په کندوز ولايت کې د ١٧ کيلومتره سړک په جوړېدو او جغل اچولو سره به ځايي خلک وتوانېږي چې په څارويو د ناروغانو او کرنيزو محصولاتو د لېږد دوه ساعته واټن د موټر له لارې نيم ساعت ته را ټيټ کړي.
دغه سړک شپږ متره پلنوالى لري چې کار يې اوس اوس د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې پيل شوى دى.
د کندوز د ټولګټو رياست مشر بهرام شينوارى وايي چې د دغه سړک کار د ټولګټو وزارت په ٥٧ ميليونه افغانۍ لګښت په راتلونکي شپږو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژه به د شاوخوا سلو کلو لارې د خان اباد ولسوالۍ له مرکز سره ونښلوي.
شينواري له امنيتي ارګانونو او خلکو غوښتنه وکړه چې د پروژې د امنيت خوندې کولو او مراقبت به برخه کې همکاري وکړي.
خلک وايي چې په پر دغه مسير د موټرو سړک نشته او د سړک په جغل اچولو سره به د موټر تګ راتګ ته زمينه مساعده او دوى به په دې برخه کې له ستونزو خلاص شي.
د خان اباد ولسوالۍ د ايشکچي کلي اوسېدونکي منصور وويل چې خلکو به خپل ناروغان او کرنيز محصولات د خرو په وسيله د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول او په ځينو وختونو به کې ناروغان روغتون ته تر رسېدو پورې مړه شول.
هغه زياته کړه: ((موږ له کلي د ولسوالۍ تر مرکزه د خره يا اس په وسيله په دوو ساعتونو کې رسېږو، کله چې د موټرو تګ راتګ پيل شي، نو په نيم ساعت کې به ورسېږو.))
د صندوق ساى کلي اوسېدونکي نازکمير وويل چې د لارې د لرې والي او موټر لارې د نشتوالي په سبب د کروندګرو او بڼوالو حاصلات مارکېټ ته تر رسېدو پورې خوسا کېدل او له دې اړخه له زيان سره مخ وو.
خان اباد له بغلان او تخار ولايت سره ګډه پوله لري او ګڼ اوسېدونکي يې په کرکيله بوخت دي.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وويل چې له دغه سړک نه به دوه زره کورنۍ په مستقيم او زرګونه نورې په غير مستقيم ډول ګټه واخلي.
هغه وويل چې د سړک د کار له بشپړتيا سره به د تخار اشکمش او د بغلان بُرکه ولسوالي د خان اباد له ولسوالۍ سره ونښلول شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP